د غزني ولایت مرستیال والي ملا عبد الله عباد په مشرۍ، د یو شمېر ولایتي رئیسانو په ملتیا د غزنې ښار څنډو کې د اطرافي موټرو لپاره د تم ځایونو جوړولو په پار ۱۰۵ جرېبه ځمکه چې ۶۰ جرېبه لوېدیځ مسیر، ۲۰ جرېبه شمال، ۱۵ جرېبه جنوب او ۱۰ جرېبه ګردېز مسیر لپاره وټاکل شوه. یادو ځمکو کې د موټرو تم ځایونو جوړولو سره به د ښار په ټرافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی رامنځته شي.