۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1403-11-01 دوشنبه
زابل ولایت کې د ټرانسپورټي تأسیساتو جوړولو په پار د ځمکې لېږد تړون لاسلیک شو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند او کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو تر منځ زابل ولایت کې د موټرو تم ځایونو، تیرپارکونو او د یاد ولایت ټرانسپورټ لوی مدیریت اداري ودانۍ جوړولو په موخه د ځمکې لېږد تړون ترسره شو. د یاد تړون په اساس به ۱۰۷،۵ جریبه ځمکه د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته ولېږدول شي.