تاریخ اغاز : 1402-10-02 تاریخ ختم :1402-10-09
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په پام کې لري، چې د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ د باروړونکو موټرو ترمينل کې د ۵۰ دوکانونو جوړولو، د اوبو ذخيرې او اوبو رسولو سيستم او همدارنګه د لويديځ زون د باروړونکي ټرانسپورټي ترمينل کې د اوبو ذخيرې جوړولو پروژه چې ځانګړې شمېره يې(MOTA/1402/NCB/W-35) ده، تړون يې د ايوب فیضي ساختماني شرکت چې د جواز شمېره يې (D-30386) ده او د کندهار ښار مرکز په لومړۍ ناحيه د مدد څلورلارې، صرافۍ مارکيټ ۳۲ شمېره دفتر دی، چې په (۱۱،۹۱۲،۰۳۰) یوولس ميليونه، نهه سوه دولسزره، دېرش افغانيو ورکړل شي, هغه حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نيوکه يا اعتراض لري، کولای شي چې د خپرې شوې نېټې څخه تر ۷ ورځو پورې يې له دلايلو سره په ليکلي بڼه، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تدارکاتو رياست ته وړاندې کړي.