تاریخ اغاز : 1402-10-20 تاریخ ختم :1402-10-27
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په پام کې لري، چې د پکتيا ولايت د واټ ټرانسپورټ د تنظيم رياست عمومي دروازه او چاپېرېدونکي ديوال پروژه چې ځانګړې شمېره يې(MOTA/1402/NCB/W-36) ده، تړون يې د ابوذر هوتک ساختماني او لوژستيکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره يې (۸۰۵۸۷۰) ده او پلازمېنه کابل د شهيد څلورلارې په ۱۵ناحيه کې موقعيت لري، په (۱،۱۷۴،۲۰۰) يو ميليون، يوسلو څلوراويا زره، دوه سوه افغانيو ورکړل شي. هغه حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نيوکه يا اعتراض لري، کولای شي چې تر د خپرې شوې نېټې څخه تر ۷ ورځو پورې دې خپل دلايل په ليکلي بڼه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تدارکاتو رياست ته وړاندې کړي.