۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1402-12-06 یکشنبه

تاریخ اغاز : 1402-12-07
تاریخ ختم :‌1402-12-26

د داوطلبۍ خبرتيا!

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت شرایط وړ داوطلبانو ته د کابل نړيوال هوايي ډګر د عملياتي ساحې څخه د چاپېرودونکي ديوال (فینس) په پروژه کې چې د داوطلبۍ شمېره يې MOTA/1402/NCB/W-43 ده، د ګډون بلنه ورکوي.
غوښتونکي د دې پروژې اړوند شرطپاڼه په مستقيمه توګه له ياد وزارت څخه په سافټ بڼه د حافظې او فلش ډیسک په واسطه ترلاسه کولای او په شرطپاڼې کې د ياد شویو شرایطو، قانون او کړنلارې سره سم خپل وړانديزونه د دې خبرتيا د خپرېدو له نېټې څخه تر 21 ورځو پورې د کابل په انصاري واټ کې، ملي راډيو تلويوزيون ته څېرمه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د تدارکاتو رياست/ د تدارکاتو امريت ته سپارلی شي. 
هغه وړانديزونه چې ناوخته او يا هم د انټرنېټ له لارې سپارل کېږي، نه منل کېږي او د بانکي وړانديز تضمين د شرطپاڼې له اصولو سره سم اخيستل کېږي.

ضمیموي اسناد :