۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

زمــوږ په اړه

زمــوږ په اړه

وروستي خبرونه

1404-10-10 چهارشنبه
د ټرانسپورټي چارو شفافیت او چټکتیا لپاره غوره گام

د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا په یاد ولایت کې د باروړونکو موټرو رونډ نوبت پلي کول په عملي ډول د برېښنايي سیستم له لارې پیل شو. دا چاره د ټرانسپورټي چارو شفافیت او د خدماتو کیفیت لوړولو لپاره غوره ګام دی. د یادولو وړ ده چې ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۷ زره باروړونکي موټر او په ټول هېواد کې تر دې مهاله څه باندې ۶۰ زره باروړونکي موټر د رونډ نوبت برېښنايي سیستم کې ثبت شوي، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ژمن دی، چې د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره د ټرانسپورټي خدمتونو لا ښه‌والي او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې لا پراخه کړي.

1404-10-09 سه‌شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری  
د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د مرغومې ۱۰ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې د واورې باران او نسبتاً تیزو بادونو پیښیدو ایکل
په هرات فراه هلمند کندهار ،زابل غور بادغیس بامیان غزنی ،پکتیکا پکتیا میدان وردگ لوگر بدخشان تخار سمنگان، بلخ، ننگرهار، لغمان نورستان کونړ کابل پروان بغلان پنجشیر کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۵) ملي متره او د واورې کچه له (۱۰) څخه تر (۲۵) سانتي مترو پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په شمالي لوېدیځو او سوپلی ولایتونو کې د نسبتاً تیز و بادونو پیښید و اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سیمو کې (۵۰) څخه تر (۷۵ کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.

1404-10-09 سه‌شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر عمان هېواد ته سفر وکړ.

نن سه شنبه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا حمید الله اخندزاده په مشرۍ پلاوي عمان هېواد ته رسمي سفر ترسره کړ، چې یاد پلاوی به د سفر پر مهال د عمان هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د هوايي چلند او ځمکني ټرانسپورټ پیاوړتیا او پراختیا په تړاو ګټورې ناستې ولري. په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخولو تر څنګ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند برخو کې پر ځینو مهمو موضوعاتو هم بحثونه وشي.


وروســتۍ خبرتیاوې

1404-10-08 دوشنبه
1404-10-08 دوشنبه
1404-10-08 دوشنبه