د پکتیا ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس په مشرۍ د ټرانسپورټي هډو، ترمینلونو او کنټرولي بندرونو له کارکوونکو سره، د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم او په چارو کې د ښې همغږۍ درلودلو په موخه ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي اصولو او طرزالعملونو پلي کولو، د معیاري خدماتو وړاندې کولو او هېوادوالو ته د لا زیاتو سهولتونو برابرولو په اړه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.