۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-08-28 چهارشنبه
د هوايي چلند امنیت تر عنوان لاندې ښوونیز سمینار وړاندې شو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، هوايي چلند امنیت ریاست له‌خوا د خوست نړیوال هوايي‌ډګر کارکوونکو ته د هوايي چلند امنیت تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیزه دوره کې د هوايي چلند خوندیتوب، د هوايي ډګر د خدماتو ښه والي او اړوند نورو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل شول.

1404-08-28 چهارشنبه
د موټرو تخنیکي ارزونه، د مسافرو خوندیتوب او د وسایطو معیاري کول.

د مسافرو خوندیتوب او ټرانسپورټي موټرو معیاري کولو په موخه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د موټرو تخنیکي کنټرول پروسه په پرلپسې ډول دوام لري او په تېرو درېیو ورځو کې د څه کم ۲ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده. د یادې پروسې په ترڅ کې زیاتره موټر په ټرانسپورټي معیارونو برابر شوي اوتر ډېره ګټوره تمامه شوې ده .

1404-08-27 سه‌شنبه
د زابل ولایت مسافر وړونکي ترمینل او اداري ودانۍ د جوړېدو چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي.

په زابل ولایت کې د مسافروړونکي ترمینل او یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی مدېریت اداري ودانۍ د جوړېدو چارې په چتکۍ سره روانې دي. یاده پروژه چې د څه کم ۲۸میلیونه افغانیو په ارزښت اووه میاشتې وړاندې پیل شوې دا مهال یې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللي دي او په بشپړېدو سره به یې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د ټرانسپورټي خدماتو په برخه کې لازم سهولتونه رامنځ ته شي.