۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-08-26 دوشنبه
د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د تیرپارک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې، د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، د تیرپارک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، دغه تیرپارک چې په ۲۰۰ جریبه ځمکه جوړیږي. چاپېرېدونکي دیوال، اداري ودانۍ، د اوبو رسولو شبکه او ځینې نورتاسیسات پکې شامل دي. د یادولو وړده چې د کارونو چټکتیا او ښه کیفیت ترسره کېدو په موخه د تیرپاک له روانو چارو څخه په دوامدار ډول څارنه ترسره کېږي.

1404-08-25 یکشنبه
د جي پي اس الې د نصبولو لړۍ د چټکتیا هڅې

د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب رئیس مولوي حفیظ الله حلیمي په مشرۍ د جي پي اس شرکتونو له استازو سره په ناسته کې، په ټرانسپورټي موټرو کې د جي پي اس الې د نصبولو لړۍ د چټکتیا په اړه خبرې وشوې او اړوند مسئولینو ته د یادې پروسې د توافق‌نامې پلي کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې ترڅو یاده پروسه په ښه ډول ترسره شي.

1404-08-22 پنج‌شنبه
له ۲۵۰ کسانو څخه ډله‌یېزه ازموینه واخیستل شوه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، کارکوونکو چارو ریاست لخوا د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند یو شمېر خالي بستونو کې د مسلکي او وړ کسانو ګمارنې په موخه له شاوخوا ۲۵۰ کسانو څخه ډله يیزه‌ ازموینه واخیستل شوه. د یادولو وړ ده چې د ازموینې بریالي کسان به د وزارت دوهمي واحدونو اړوند درېیم، څلورم او پنځم رتبه بستونو کې په دندو وګمارل شي.