۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-08-07 چهارشنبه
د هوايي چلند امنیت تر عنوان لاندې ښوونیز سمینار وړاندې شو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، هوايي چلند امنیت ریاست له‌خوا د بامیان هوايي ډګر کارکوونکو ته د هوايي چلند امنیت تر عنوان لاندې پنځه ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیزه دوره کې د هوايي چلند خوندیتوب، د هوايي ډګر د خدماتو ښه والي او اړوند نورو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل شول.

1404-08-07 چهارشنبه
د بار وړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه

د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس مولوي محمد اصف اصف په مشرۍ د باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه. په‌دغه ناسته کې د ټرانسپورټي خدماتو پرمعیاري کولو او د باروړونکو موټرو د فعالیت په اړه خبرې وشوې. همدا ډول په یاده برخه کې د سهولتونو برابرولو او ټرانسپورټي چارو شفافیت په اړه ګډون والو ته لازمې لارښوونې وشوې.

1404-08-06 سه‌شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری

د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د لړم ۷ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې باران تالنده برېښنا نسبتاً تیز و بادونو خاورو او دوړو پېښېدو اټکل:

په بدخشان ولایت کې چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰) څخه تر (۲۰) ملي مترو پورې اټکل کېږي.

همدارنگه په شمال ختیځو ولایتونو کې د نسبتاً تیز و بادونو ، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سيمو کې له (۵۰) څخه تر ۷۰ کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.

هشدار

مدت اعتبار : ۷ عقرب سال ۱۴۰۴ خورشیدی

احتمال وقوع باران رعد و برق بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک در ولایات ذیل پیش بینی میگردد

در ولایت بدخشان که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الی (۲۰) ملی متر پیش بینی میگردد.

همچنان در ولایتهای شمال شرقی احتمال وقوع بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۷۰ کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.

WARNING

Validity time: 29 October 2025

Possibility of Rain, Thunderstorm, Relatively Strong Winds with Blowing Dust for the following provinces:

Badakhshan Provinces the amount of rainfall is between (10 to 20) mm in different area.

In the North Eastern Provinces possibility of Relatively Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 70) Km/h in different eara.