د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا محمد اقبال کلیم الله په مشرۍ، د اسلامي امارت بېلا بېلو ادارو، د استازو په ګډون د ایران هېواد زاهدان ولایت کې، د دواړو هېوادونو تر منځ، د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پراختیا په موخه له ایراني چارواکو سره ناسته وشوه. په دغه ناسته کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي وسایطو فعالیت، د مسافرو او سوداګریزو توکو خوندي لېږد را لېږد او په یاده برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث وشو.