۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-07-27 یکشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری

د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د تلې ۲۷ څخه تر ۲۸ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې نسبتاً تیز باران تالنده برېښنا او سېلابونو پېښېدو اټکل:

په نورستان کونړ، لغمان ننگرهار، کاپیسا، پنجشیر پروان ،لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰) څخه تر (۲۵) ملي مترو پورې اټکل کېږي.

هشدار

مدت اعتبار : ۲۷ الی ۲۸ میزان سال ۱۴۰۴ خورشیدی

احتمال وقوع باران نسبتاً شدید رعد و برق و سیلابهای آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد

در ولایت های نورستان ،کنر ،لغمان ،ننگرهار ،کاپیسا پنجشیر پروان ،لوگر خوست و پکتیا که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الی (۲۵) ملی متر پیش بینی میگردد.

WARNING

Validity time: 19 to 20 October 2025

Possibility of Relatively Heavy Rain, Thunderstorm and Flash Flood for the following provinces:

Nuristan, Kunar, Laghman, Nangarhar, Kapisa, Panjshir, Parwan, Logar, Khost and Paktya Provinces the amount of rainfall is between (10 to 25) mm in different area.

 

1404-07-27 یکشنبه
د ختیځ لوري ترمینل پروژه

د پروژې پلي کېدو ځای کابل ولایت څرخي پل سيمه

د پروژی ټولیز لگښت: ۱۶۲ میلیونه افغانی

تر کار لاندی چارې:

  • د اول پوړ د چت کانگریت
  •  د دوهم پوړ د چت قالب بندي
  • تهکو کې د خښتو لگولو چارې

د چاپېرېدونکي دېوال د ځینو برخو او د ساتونکو د خونو پلستر کاري

د پروژې ارزښت:

د دغه پروژی بشپړیدل به د هېواد ټرانسپورتي سیستم پرمختگ او هېوادوالو ته په یاده برخه کې د خدماتو او سهولتونو پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.

 

1404-07-26 شنبه
په تېرو دریو اونیو کې د څه کم ۳ زره موټرو تخنیکي ارزونه شوې

د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له‌خوا د ټرانسپورټي اسنادو وېش او د ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو په موخه، په تېرو دریو اونیو کې د څه کم ۳ زره موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې. د دغه ارزونې په پایله کې د څه باندې ۲۰۰ موټرو ټرانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ځنډول شوی. دیادولو وړ ده چې د خوندي ټرانسپورټي سیستم رامنځه ته کولو په موخه، د موټرو تخنیکي ارزونه په پرلپسې ډول دوام لري.