۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-07-16 چهارشنبه
هره ورځ ۳۰۰ موټر د بار لېږدولو لپاره معرفي کېږی

د کندوز ولایت شېرخان بندر کې باروړونکی ترمینل او ټرانسپورټي فعاليت 

راپور 

https://youtu.be/amcjEgGDmrc

1404-07-14 دوشنبه
د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړول

په بدخشان ولایت کې د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو لپاره د یو معیاري ترمینل او د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لپاره اداري ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي، د دغه پروژې پلي کولو موخه د ټرانسپورټي خدمتونو معیاري کول، خلکو ته د اسانتیاوو برابرول، او د ښاري نظم رامنځته کول دي. د یادولو وړ ده چې دا مهال د یادې پروژې چارې ۳۰ سنله پرمخ تللې دي او همدا ډول د یادې پروژې بشپړېدل به د یاد ولایت اوسېدونکو ته د ټرانسپورټي سیستم پرمختګ په برخه کې یو بنسټیز ګام وي.

1404-07-14 دوشنبه
مولوي فیض‌الله جمال د هوايي چلند پلټنې، خوندیتوب او پالیسۍ مرستیال وټاکل شو.

دعالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د حکم پر اساس مولوي فیض‌الله جمال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند پلټنې، خوندیتوب او پالیسۍ مرستیال په توګه وټاکل شو. ښاغلی جمال د یوې غونډې په ترڅ کې، چې یو شمیر لوړ پوړو مسئولینو پکې برخه درلوده، د وزارت کارکوونکو ته په رسمي ډول وروپېژندل شو.