احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډگر

د افغانستان د هوايي ترانسپورټ مهمه دروازه

افغانستان چې د نړۍ ستراتیژیکو نقطو په زړه کې پروت دی، تل د ځمکنیو ټرانسپورټي او هوايي لارو یوه مهمه او اړینه برخه پاتې شوې ده. د دې جغرافيايي موقعيت په برکت افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د ملتونو، تمدنونو او فرهنگونو د نښلولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. په افغانستان کې د معياري نړيوالو هوايي ډگرونو جوړېدو دې ته زمینه برابره کړې، چې د افغانستان سوداگریز توکي او مسافر په پوره چټکی او اسانۍ سره د نړۍ گوټ گوټ ته ولېږدول شي.

په کندهار ښار کې لومړنۍ هوايي ډگر

د کندهار نړیوال هوايي ډگر څخه وړاندې د کندهار ښار په منزل باغ سيمه کې، چې د ښار له مرکزي برخې سره يې نږدې موقعیت درلود د لومړي ځل لپاره یو کوچنی هوايي ډگر جوړ شو. دا هوايي ډگر چې خامه او شگلنه ځغاستلیکه یې درلوده، د هغو لومړنیو هڅو یوه بېلگه وه چې د کندهار ښار يې له نړۍ سره د هوا له لارې نښلاوه که څه هم دا هوايي ډگر په خامه ډول جوړ شوی و؛ خو بیا هم د اریانا افغان هوايي شرکت دي سي ٣ او ۴ الوتکو او همدارنگه د ایران ایر او هالنډي هوايي چلند مؤسساتو په دې هوايي ډگر کې ناسته کوله.

دا چې کندهار داسې یو مهم ولایت و چې باید لوی نړیوال هوايي ډگر یې درلودلای وای؛ نو په همغه وخت کې د افغانستان حکومت ته د نړيوالو ملكي هوايي شرکتونو له لورې يو وړانديز وشو، چې په کندهار کې یو نړیوال هوايي ډگر را منځته شي. دا وړانديز د دې لپاره و چې د هغه وخت د ډي سي؟ عصري الوتکو لپاره چې اروپا او لرې ختيځ ته يې الوتنې کولې، د سون توكو اخیستلو په موخه یو تم ځای ولري او د دې تر څنگ ډېری هوایي شرکتونو عصري جټ الوتکې په زیات سرعت سره په دې وتوانېږي، چې د اوږدې الوتني وروسته د دمې او توقف لپاره د لارې پر مسير د سون توكو د اخېستلو په پار په دې هوايي ډگر کې ناسته وکړي، چې دغه وړاندیز یو لوی گام و او د افغانستان حکومت ته یې دا زمینه برابره کړه چې خپل هوایي چلند د نړۍ په کچه له معيارونو سره سم برابر کړي.

د نړیوال هوايي ډگر جوړولو پروژه او لومړني گامونه

د ۱۳۳۱ کال څخه وروسته د افغانستان حکومت د کندهار نړیوال هوايي ډگر په پروژې کار پیل کړ. دا پروژه د متحده ایالاتو د مرستو تر پروگرام لاندې د مورسن هودسن کمپنۍ لخوا، چې څارنه يې د متحده ایالاتو د FAA هوايي انجينري متخصص ټيم لخوا ترسره کېده چارې پیل او د کندهار ښار څخه ١٦ کيلو متره لرې سوېل ختيځ لور ته په دامان ولسوالۍ کې د یو لوی او عصري هوايي ډگر پر جوړولو کار پیل شو. په لومړيو کې د ۳۲۰۰ مترو په اوږدوالې او ۴۵ مترو په پلنوالې پکې په نړيوالو معيارونو برابره خفاستلیکه جوړه او په دې سره دا هوايي ډگر د کندهار نړیوال هوايي ډگر په توگه و پېژندل شو او د دې تر څنگ په دې هوايي ډگر کې نور اړین تاسیسات هم لکه:

د ټکسوې ليکې د ځغاستليکې او ټکسوې څراغونه لوی ترمینل استوگنځایونه، د سون توکو سټېشن، د مخابرې او لارښوونې دستگاوې، د اوروژنې او هواپېژندنې وسائل هم را منځته شول او د دې تر څنگ د (VOR, COMLO NDB) په څېر د الوتکو د لارښووني عصري او مډرنې دستگاوې او د مرکزی پاورپلانټ سیسټمونه د اوبو رسونې او کانالیزاسیون سیستم او د دې تر څنگ نورې اسانتياوې پکې برابرې شوې.

دغه اسانتياوې د هغه وخت لپاره د یوې لویې پرمختيايي پروژې په توگه گڼل کېدې او ١٥ ميليونه امريکايي ډالره پرې لگښت راغی چې چارې یې په ۱۳۴۱ کال کې پای ته ورسېدې. د دې پروژې بشپړول د افغانستان په نړیوالو اړیکو کې یو لوی گام و چې دا هېواد یې له نورو نړيوالو بازارونو سره نښلاوه.

دا چي کندهار نړیوال هوايي ډگر د لويو موخو لپاره جوړ شوی و؛ خو هغسې کار ورته و نه شو، د افغانستان د ملکي هوایي چلند ریاست د هڅو با وجود د هغه وخت د سياسي دلايلو له كبله زيات نړيوال مؤسسات دې ته حاضر نه شول چې د کندهار هوايي ډگر څخه گټه پورته کړي. دا هوايي ډگر چې د هېواد لپاره یې د يوې لويې عايداتي سرچینې په توگه فعالیت پیل کړ، په دې و نه توانېده، چې نړیوال هوايي مؤسسات د ځان پر لور رامات کړي، د غويي له کودتا وړاندې کلونو کې يوازې اريانا افغان هوایی شرکت و چی نوموړی هوايي ډگر یې د حاجيانو د تگ راتگ لپاره کاراوه.

د غويي له کودتا وروسته په څو کلونو کې د کندهار هوايي ډگر د ملکي هوایي چلند او هوايي دفاع لخوا په گډه کارول کېده د دې هوايي ډگر تانسيسات او تجهیزات تر سختی استفادي لاندي ونيول شول؛ خو ساتنې او پاملرنې ته یې هیڅ پاملرنه و نه شوه. د ۱۹۸۰ ز لسيزې په اوږدو کې، کله چې افغانستان د شوروي ځواکونو د يرغل لاندې راغی د کندهار نړیوال هوايي ډگر هم د دې جگړې له اغېزو څخه په امان پاتې نه شو شوروي ځواکونو له دې هوايي ډگر څخه د پوځي موخو لپاره کار اخیسته. دا هوايي ډگر چې یو وخت د افغانستان لپاره د نړیوالو اړيکو يوه مهمه برخه وه، د جگړې په ډگر بدل شوی و. په دغه موده کې د هوايي ډگر تاسیسات زیانمن شول، ځغاستلیکه، ترمینل او نورو تانسيساتو ته یې سخت زیان واوښت.

کله چې اسلامي امارت د شر او فساد پر وړاندې خپله لومړنۍ مبارزه پیل کړه او د کندهار ښار يې تر خپلې ولکې لاندې راوست؛ نو په همدې وخت کې شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) د کندهار هوايي ډگر مسئول وټاكل شو او له دې سره په خوا کې یې د هوايي ځواکونو د هوايي مدافع دنده هم پر مخ وړله، چې په ١٣٧٥ کال د کابل له نيول کېدو وروسته د هوایي چلند وزارت وزير وټاکل شو او تر څنگ یې د هوايي مدافعې د عمومي قومندانۍ دنده هم وروسپارل شوه. شهید منصور(تقبله الله) هوايي ډگرونو ته ډېره پاملرنه وکړه، د هوايي ډگرونو ويجاړې شوې برخې يې بېرته فعالې کړې، د آريانا افغان هوایي شرکت کرښه يې د کورنيو او نړيوالو الوتنو لپاره پرانېسته او په کندهار نړیوال هوايي ډگر سربېره يې نورو هوايي ډگرونو ته هم پاملرنه زياته او د هر ډول ملكي او هوایي الوتنو لپاره یې چمتو کړل په لومړي ځل يې زرگونه حاجيانو ته حج ته د تللو زمینه برابره کړه؛ خو په ۱۳۸۰ کال د امريکايي اشغالگرو د ړندو بريدونو په ترڅ کې د کندهار نړیوال هوايي ډگر يو ځل بيا ويجار شو.

په ۱۳۸۵ کال بېرته د کندهار هوايي ډگر بیارغونه په اساسي ډول پیل او دا هوايي ډگر بيا ځلې نظامي او ملکي موخو لپاره گټې اخیستنې ته چمتو شو. که څه هم چارې او مدیریت یې د امريکايانو په لاس کې و او د ملکي الوتنو تر څنگ نظامي الوتنې هم ترې ترسره کېدې چې د افغانانو د ځور او مرگ ژوبلې لامل و؛ خو بیا هم د بیارغونې کارونه پکې ترسره شول او نړیوالې الوتنې ترې پيل شوې.

کندهار نړیوال هوايي ډگر د احمدشاه بابا په نوم نومول

په ۱۳۹۸ ل کال د کندهار نړیوال هوايي ډگر د افغانستان د لويې تاريخي څېرې، احمد شاه بابا په نوم ونومول شو. احمد شاه بابا چې د لوی افغانستان بنسټ اېښودونکی او د افغانانو لوی مشر و، د دغه هوايي ډگر لپاره د نوم ټاکل يو لوى معنوي او تاريخي ارزښت لري دا هوايي ډگر چې اوس مهال د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډگر په نوم یادېږي، د هېواد د دويم نړیوال هوايي ډگر په توگه فعالیت کوي. دا چې دغه نړیوال هوايي ډگر د افغانستان سويلي زون کې موقعیت لري، نو د هېواد شمال له مركز او نورو ولايتونو سره د نښلید و مهمه نقطه گڼل کېږي، له همدې امله خانگری سياسي، اقتصادي او فرهنگي ارزښت هم لري.

د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډگر له فتحې وروسته

په ۱۴۰۰ کال کې د اسلامي امارت له فتحې وروسته د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډگر چارې د مسلکي افغانانو لخوا له نړيوالو معیارونو سره سمې په چټکۍ سره روانې شوې او اوس مهال د څه باندې درې كيلو مترو په اوږدوالې او ۴۵ مترو په پلنوالي خفاستلیکه همدا راز ۲۳ تکسوې او ۱۷ رمپونه لري، چې د هر ډول الوتکو لپاره د گټه اخیستنې وړ دی. په دې هوايي ډگر کې د مسافرو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوې دي. د ترمینل ټول څراغونه نوي او عصري سيستم ته اړول شوي دي په دې ترمینل کې په یوه وخت ۳۰۰۰ مسافر ځاييږي. د مسافرو انتظار خونه په عصري تجهيزاتو سمبال شوې ده، وړیا انټرنېټ لري او د دې ترڅنگ جومات اوداسه ځایونه د مسافروړونکو موټرو لپاره پراخ تم ځایونه او شنې سيمې برابرې شوې دي، چې مسافرو ته یو ارام او هوسا چاپیریال برابروي او د دې تر څنگ د هوايي ډگر په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰۰ تازه نیالگي اېښودل شوې دي او تر ټولو مهمه يې دا چې معياري خدمتونه د افغانانو لخوا پر مخ ويل كېږي.

احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډگر چې د افغانستان په پرمختگ او د نړیوالو اړیکو په برخه کې مهم رول لري، اوس مهال د نړۍ بېلابېلو لويو ښارونو لکه تاشکند ،تهران مشهد، جدي، دوبی ... او همدارنگه په هېواد د ننه بېلابېلا هوايي ډگرونو ته ترې منظمي الوتنې ترسره کېږي، چې شمېر يې په اونۍ کې تر دېرشو اوړي او دغه هوايي ډگر په يو وخت د ٢٥٠ بېلابېلو الوتکو د ځايېدو ظرفيت لري احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډگر په خپلو امنیتي چارو کې هم عصري پرمختگونه کړي دي. د تلاشی د برخې لپاره پکې عصري ایکسری وسایل نصب شوي، چې د مسافرو او توکو چک پروسه په پوره خيركتيا او دقت ترسره کوي. د دې ترڅنگ د هوايي ډگر امنيتي کارکوونکي په مسلکي ډول روزل شوي او هر ډول احتمالی گواښونو ته ځواب ويلى شي.

د اوور وژنې څانگه او د هوا پېژندنې سټېشن

د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډگر د اوروژنې يوه فعاله او عصري څانگه لري، چې د اور لگېدنې له هر ډول پېښو سره د مقابلې توان لري. دا څانگه په عصري او پرمختللو  وسايلو سمبال او كاركوونکي یې په نړیوالو معیارونو برابر او مسلکي روزنه لري. د اوروژنې دا ډله نه یوازې چې دې هوايي ډگر ته چمتوالی لري؛ بلکې له هوايي ډگر څخه د باندې هم د اورلګېدنې پېښې مهاروي، چې دوه ځله يې له هوايي ډگر څخه د باندې د اوروژنې په پېښو کې په عملي ډول برخه اخيستې او د اور په مهارولو کې بريالي شوي دي. د دې ترڅنگ د هوا پېژندنې سټېشن په بشپړ ډول فعال دی چې د هوایي چلند لپاره اړين معلومات وړاندې کوي. دا سټېشن د هوا حالاتو په اړه دقیق معلومات برابروي، چې په ترڅ کې یې الوتکو ته د الوتنې لپاره اړین او تازه معلومات وړاندې کېږي. د هوا پېژندنې ستېشن نه یوازې د الوتکو لپاره معلومات وړاندې کوي؛ بلکې د هېواد والو لپاره هم پر وخت د هوا حالاتو په اړه راپورونه وړاندې کوي احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډگر د افغانستان د هوایي چلند د يوه مهم تاریخي او ستراتیژیک ځای په توگه د پام وړ رول لوبولی دی. دغه هوايي ډگر د افغانستان په اقتصادي وده، نړيوالو اړيکو او د هېوادونو په نښلولو کې مهم رول درلودلی دی. د دې هوايي ډگر پرمختگونه د افغانستان د سوداگريزې ودې نړيوالو بازارونو ته د لاسرسي او د مسافرو د اسانتياوو په برخه کې د یو لوی بریالیتوب نښه ده. په کندهار کې د احمد شاه بابا په نوم دا هوايي ډگر اوس له کابل نړیوال هوايي ډگر وروسته د هېواد د دويم نړیوال هوايي ډگر په توگه پېژندل کېږي، چې د ښو خدمتونو په وړاندې کولو سره د افغانستان هوایي چلند روښانه راتلونکي ته لاره هواروي. د دې هوايي ډگر فعالیتونه نه يوازې د افغانستان دننه بلکې نړیوالې ټولنې ته هم د هېواد په مهم ستراتیژیک اهمیت باندي دلالت کوي. 

 

 

شریک کړئ: