د کندهار ولایت باغ پل مسافر وړونکي ترمینل جوړولو چارې د پرمختگ په حال کې دي

نیټه: 1405-01-30 یکشنبه

د کندهار ولایت باغ پل سیمه کې د نیمروز، هلمند، فراه او هرات ولایتونو موټرو لپاره، د څه کم ۱۶۷میلیونه افعانیو په ارزښت د مسافروړونکي ترمینل جوړولو چارې د پرمختګ په حال کې دي چې اوس مهال یې کارونه نږدی ۵۰ سلنه پرمخ تللي دي. یاده پروژه چې په ۱۴۲ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي، په بشپړېدو سره به یې د مسافرو لپاره انتظار ځای، د موټرو منظم پارکینګ، جومات، د خدماتو وړاندې کولو منظم چاپېریال او ګڼ نور سهولتونه رامنځته شي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته