د شمالي ولایتونو کوچنیو موټرو لپاره نوی تم ځای وټاکل شو

د شمالي ولایتونو کوچنیو موټرو لپاره نوی تم ځای وټاکل شو

نیټه: 1404-11-29 چهارشنبه

د ټرانسپورټي خدماتو، سهولتونو برابرولو او د ښاري ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه د شمالي ولایتونو کوچنیو موټرو ‌تم‌ځای د ۱۲ ناحیې (سړک کارېز) سیمې څخه د شکر درې ولسوالۍ اړوند (سړک کوچکين) سیمې ته ولېږدول شو . د یادولو وړ ده چې له یادې ټرانسپورټي هډې څخه د شمال اوو ولایتونو ته په ورځني ډول شاوخوا ۸۰۰ موټر فعالیت لري، چې د نوې ټرانسپورټي هډې فعالیت به د ټرانسپورټي خدماتو لا تنظیم، اسانتیا او پراختیا سبب شي همدارنګه د یادو مسیرونو موټرچلوونکو او مسافرو لپاره به د خوندي او اسانه تګ راتګ اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته