۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-07-16 چهارشنبه
د وخت مدیریت او غونډو تنظیم تر عنوان لاندې څلور ورځنی سمینار وړاندې شو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کارکوونکو ته، د ملکي خدمتونو انسټېټیوټ لخوا، د وخت مدیریت او غونډو تنظیم تر عنوان لاندې څلور ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیز سمینار کې د وخت او غونډو د مدیریت، کنټرول، ارزښت او د غوڼدو ډولونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول. 

1404-07-16 چهارشنبه
کندوز ولایت کې د تیرپارک جوړولو چارې پیل شوې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د کندوز ولایت، چهار درې ولسوالۍ نواباد سیمه کې، په ۴۰۰ جرېبه ځمکه د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې پیل شوې. په یاده پروژه کې د تیرپارک چاپېرېدونکی دېوال، اداري ودانۍ، د اوبو رسولو سیسټم او ځینې نور تاسیسات شامل دي. د یادولو وړ ده چې د دغه پروژې چارې به د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

1404-07-16 چهارشنبه
د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیرپارک جوړولو چارې پیل شوې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د سمنګان ولایت تاشقرغان نواباد سیمه کې، په ۱۰۵ جرېبه ځمکه د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې پیل شوې. په یاده پروژه کې د څه کم ۲ زره مترو په اوږد والي چاپېرېدونکی دېوال، اداري ودانۍ، د ساتونکو لپاره اطاقونه او ځینې نور تاسیسات شامل دي. د یادولو وړ ده چې د دغه پروژې چارې به په ۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.