خبرونه
د ارغندۍ ترمینل د پرمختگ ژوندی انځور
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د کابل ولایت ارغندۍ سیمه کې د څه کم ۱۳ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د معیاري مسافروړونکي ترمینل جوړولو پروژې کارونه د پام وړ کاري پرمختګ لري.
یاد ترمینل چې په عصري او مجهز ډول جوړېږي، تر دې دمه یې کارونه ۵۳ سلنه بشپړ شوي دي.
ویډیو ⬇️
نیټه: 2026-08-04
د څه باندې ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د ټرانسپورټي زیربناوو لوی بدلون
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په هېواد کې د ۱۱،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۶ ټرانسپورټي پروژو چارې روانې دي. د دې ترڅنګ مرکز کابل کې د ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰ پروژو او د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د څه باندې ۳۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۱ تیرپارکونو او د ۲،۵میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۵ مسافروړونکو او باروړونکو ترمینلونو جوړولو چارې روانې دي.
نیټه: 2026-08-04
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د زمری ۱۳ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې تېز باران تالنده بریښنا تیزو بادونو خاورو او دوړو او سېلابونو پیښیدو اټکل
په نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۵) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي ختيځو سوېل ختيځو سوېلي او لوېديځو ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سیمو کې (۵۰) څخه تر (۹۵) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار!
مدت اعتبار: ۱۳ اسد سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای شدید همراه با گرد و خاک و سیلاب های آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، خوست و پکتیکا که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الی (۳۵) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایت های مرکزی ،شرقی جنوب شرقی جنوبی و غربی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۹۵) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING!
Validity time: 04 August 2026
Possibility of Heavy Rain, Thunderstorms, Strong Winds with Blowing Dust and Flash Flood for the following provinces:
Nuristan, Kunar, Laghman, Nangarhar, Logar, Paktya, Khost and Paktika, Provinces the amount of rainfall is between (10 to 35) mm in different area.
In the Central, Eastern, Southeastern, Southern and Western Province's possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 95) Km/h in different area.
نیټه: 2026-08-03
د دویمي واحدونو ۱۰۰ تنه کار کوونکو ته ښوونیز سمینار پیل شو
د کارکوونکو چارو ریاست لخوا، د کارکوونکو مسلکي ظرفیت او کاري مهارتونو لوړولو په موخه، د یاد وزارت دویمي واحدونو مالي، اداري، املاکو او تدارکاتو برخو شاوخوا ۱۰۰ تنو کارکوونکو ته ۸ ورځنی ځانګړی ښوونیز سمینار پيل شو. په دغه ښوونیز پروګرام کې به کارکوونکو ته د مالي، اداري، املاکو، تدارکاتو او د معلوماتي ټکنالوژۍ برخو بېلابېلو پروسو او سیسټمونو په اړه په نظري او عملي ډول زده کړې ورکړل شي.
نیټه: 2026-08-03