خبرونه
برېښنايي سیستمونو کې د ثبت شویو وساېطو شمېر ۱۲۰ زرو ته رسېږي
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم، روڼتیا او چټکتیا په موخه د موټرو د ثبت، رونډ نوبت او عوایدو برېښنايي سیستمونه رامنځ ته کړي چې تردې مهاله د رونډ نوبت سیستم کې ۷۴ زره او ۳۸۸ او د عوایدو په سیستم کې ۴۶ زره او ۹۵۵ مسافروړونکي او باروړونکي موټر ثبت شوي دي او په بېلابېلو ترمینلونو کې له یادو سیستمونو څخه په عملي ډول ګټه اخیستل کېږي.
نیټه: 2026-08-18
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د زمري ۲۷ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې تېز باران ، تالنده بریښنا تیز و بادونو خاورو او دوړو او سېلابونو پیښیدو اټکل
په نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پکتیا او خوست ولايتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۰) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي ختيځو سوېل ختيځو او لوېديځو ولايتونو کې د تیز و بادونو خاورو او دوړو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سيمو کې (۵۰) څخه تر (۸۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار!
مدت اعتبار : ۲۷ اسد سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای شدید همراه با گرد و خاک و سیلابهای آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد.
در ولایت های نورستان ،کنر، لغمان، ننگرهار، پکتیا و خوست که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰ الی ۳۰ ) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایت های مرکزی شرقی جنوب شرقی و غربی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۸۰) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING!
Validity time: 18 August 2026
Possibility of Heavy Rain, Thunderstorms, Strong Winds with Blowing Dust and Flash Flood for the following provinces:
Nuristan, Kunar, Laghman, Nangarhar, Paktya and Khost Provinces the amount of rainfall is between (10 to 30) mm in different area.
In the Central, Eastern, Southeastern and Western Province's possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 80) Km/h in different area.
نیټه: 2026-08-17
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د زمري ۲۵ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پیښېدو اټکل
په شمالي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د تېز و بادونو خاورو او دوړو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سیمو کې (۵۰) څخه تر (۹۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۲۵ اسد سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های شمالی، غربی و مرکزی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الى (۹۰) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING!
Validity time: 16 August 2026
Possibility of Strong Winds with Blowing Dust for the following provinces:
In the Northern, Western and Central Province's possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 90) Km/h in different area.
نیټه: 2026-08-16
په تېرو پینځو کالونو د ۲۴۱ زره موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په تېرو پنځو کلونو کې د ټرانسپورټی اسنادو وېش په موخه د ۱۵۸ زره او له سفرکولو وړاندې د ۸۳ زره موټرو تخنیکي ارزونه او کنټرول ترسره شوی، د دې ترڅنګ په یاده موده کې د خوندي سفر او موټرچلوونکو د عامه پوهاوي په موخه ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو شاوخوا ۲۲ زره خبرتیاوې وېشل شوې او په اړینو ځایونو کې لګول شوې دي. په هډو او ترمینلونو کې له سفر کولو وړاندې د موټرو تخنیکي کنټرول او د اسنادو وېش په موخه د موټرو تخنیکي ارزونه د یاد وزارت دوامداره پروسه ده چې د مسافرو خوندي سفر او ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو په موخه ترسره کېږي.
نیټه: 2026-08-16