خبرونه

هلمند کې د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه

د هلمند ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس په مشرۍ د یاد ولایت مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره په ناسته کې د ښو ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو او د شرکتونو معیاري فعالیت کولو په اړه خبرې وشوې. همدا ډول په دغه ناسته کې د شرکتونو استازو ته د ټرانسپورټي شرکتونو طرزالعمل او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو، د مسافرو د خوندي لېږد رالېږد او د معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

نیټه: 2026-08-10


د ټرانسپورټي وسایطو له فعالیت څخه دوامداره څارنه ترسره کیږي

د کندوز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له خوا د ښاري نظم برابرولو، ټرانسپورټي اصولو پلي کولو او شخصي موټرو د فعالیت مخنیوي په موخه د ښار کنټرولي بندرونو کې د وسایطو له ټرانسپورټي فعالیت څخه څارنه ترسره شوه. د یاد فعالیت په ترسره کولو سره هڅه کېږي. ترڅو ښاریان او د سیمې اوسېدونکي د ټاکل شویو تمځایونو او ترمینلونو څخه د معیاري ټرانسپورټي وسایطو له لارې په منظم او خوندي ډول ترخپلو ځایونو ولېږدول شي.

نیټه: 2026-08-10


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!

خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د زمری ۲۰ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې تېز باران ، تالنده برېښنا تیز و بادونو خاورو او دوړو او سېلابونو پېښېدو اټکل
په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان او ننگرهار ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۵) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي ختيځو او لوېديځو ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سیمو کې (۵۰) څخه تر (۸۵) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.


هشدار!
مدت اعتبار : ۲۰ اسد سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای شدید همراه با گرد خاک و سیلابهای آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد:
در ولایت های بدخشان ،نورستان، کنر، لغمان و ننگرهار که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰  الی ۳۵ ) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای مرکزی شرقی و غربی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۸۵) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.


WARNING!
Validity time: 11 August 2026

Possibility of Heavy Rain, Thunderstorms, Strong Winds with Blowing Dust and Flash Flood for the following provinces:
Badakhshan, Nuristan, Kunar, Laghman and Nangarhar Provinces the amount of rainfall is between (10 to 35) mm in different area.
In the Central, Eastern and Western Province's possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 85) Km/h in different area.

نیټه: 2026-08-10


د ترکمنستان هېواد، د گمرکاتو له استازو سره انلاین ناسته وشوه

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت په مشرۍ، د مالیې، صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون د ترکمنستان هېواد، د ګمرکاتو له استازو سره د کانتینرونو د لنډ مهاله داخلېدو نړیوال کنوانسیون په اړه انلاین ناسته وشوه. په یاده ناسته کې د دغه کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کولو، د یاد کنوانسیون په چوکاټ کې د باروړونکو وسایطو د فعالیت پر څرنګوالي او په دغه برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

نیټه: 2026-08-10