خبرونه
تېر یو کال کې د ۶۱ پروژو پیل
د تېر۱۴۴۷هـ ق کال په جریان کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا ۶۰ پروژې پیل شوې وې چې له جملې یې ۲۱ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ټرانسپورټي پروژو پلي کېدو بهیر د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې دوام لري او د یادو پروژو له لارې زرګونه هېوادوالو ته مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
نیټه: 2026-08-05
کندوز ولایت کې د تیرپارک جوړولو چارې ۷۰ سلنه پر مخ تللې دي
د کندوز ولایت دښتې ابدان سیمه کې د تیر پارک جوړولو چارې د ټاکلي پلان سره سمې پرمخ روانې دي، یاده پروژه چې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۴۰۰ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي، دا مهال یې چارې نږدې ۷۰ سلنه پرمخ تللې دي.
نیټه: 2026-08-05
د ارغندۍ ترمینل د پرمختگ ژوندی انځور
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د کابل ولایت ارغندۍ سیمه کې د څه کم ۱۳ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د معیاري مسافروړونکي ترمینل جوړولو پروژې کارونه د پام وړ کاري پرمختګ لري.
یاد ترمینل چې په عصري او مجهز ډول جوړېږي، تر دې دمه یې کارونه ۵۳ سلنه بشپړ شوي دي.
ویډیو ⬇️
نیټه: 2026-08-04
د څه باندې ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د ټرانسپورټي زیربناوو لوی بدلون
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په هېواد کې د ۱۱،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۶ ټرانسپورټي پروژو چارې روانې دي. د دې ترڅنګ مرکز کابل کې د ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰ پروژو او د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د څه باندې ۳۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۱ تیرپارکونو او د ۲،۵میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۵ مسافروړونکو او باروړونکو ترمینلونو جوړولو چارې روانې دي.
نیټه: 2026-08-04