خبرونه

د ټرانسپورټي حق الخدمت بانکي کول

د ټرانسپورټي حق‌الخدمت په #برېښنايي کولو سره د #شفافیت پیاوړتیا؛ هغه مهم اقدام چې د هېواد #ټرانسپورټي سیستم له ډیجیټلي نړۍ سره نښلوي او د اقتصادي ودې په لور مهم ګام بلل کېږي
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په یوه نوي ګام سره، په ټولو ولایتونو کې د ټرانسپورټي حق‌الخدمت د ورکړې او راټولولو بهیر د بانکي کولو لړۍ پیل کړې ده، تر څو د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا، چټکتیا او اسانتیا رامنځته او د هېواد ټرانسپورټي سیستم له ډیجیټلي نړۍ سره ونښلول شي.
همدا مهال د ولایتونو واټ ټرانسپورټ  تنظیم ریاستونو او آمریتونو له خوا د یاد سیستم پلي کېدو په موخه، موټرچلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش لړۍ هم پیل شوې ده، چې په دې سره به د ټرانسپورټي حق‌الخدمت د راټولولو بهیر لا شفاف، چټک او منظم شي.
د یادونې وړ ده، چې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تېر کال هم د #کابل_ښار په ټولو مسافروړونکو او باروړونکو ترمینلونو او هډو کې د ټرانسپورټي حق‌الخدمت  راټولولو برېښنايي سیستم پلی کړی و، چې اغېزمنې پایلې یې درلودې.
د دغه سیستم په پلي کېدو سره به د ټرانسپورټي حق‌الخدمت راټولولو پروسه په بشپړ ډول برېښنايي شي، چې ورسره به شفافیت، د موټرچلوونکو لپاره اسانتیا او د ټرانسپورټي چارو په تنظیم کې اغېزمن بدلون رامنځته شي.

راپور👇

د هېواد ټرانسپورټي سیستم په تنظیم او پرمختګ کې اغېزمن بدلون، د ټرانسپورټي حق‌الخدمت برېښنايي کول

 

نیټه: 2026-10-29


په ننگرهار ولایت کې له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه

د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا انعام الله انعام، د یاد ولایت ټرانسپورټي بندرونو، هډو او ترمینلونو کې د چارو ښه تنظیم او هېوادوالو ته په یاده برخه کې د سهولتونو برابرولو په موخه له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وکړه. په دغه څارنه کې د ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کارکوونکو ته د ښو خدماتو وړاندې کول، له مراجعینو سره د ښه چلند او د ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په اړه اړینې سپارښتنې وشوې.

نیټه: 2026-10-29


د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډگر څخه دوبۍ ته مستقیمې الوتنې پیل شوې

د هرات ولایت خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر څخه د لومړي ځل لپاره د متحده عربي اماراتو، دوبۍ ښار ته مستقیمې الوتنې پیل شوې، چې په لومړنۍ الوتنه کې ۵۳ تنه مسافر له هرات څخه دوبۍ ته ولېږدول شول. ټاکل شوې ده، چې له دې وروسته به د هرات او دوبۍ ترمنځ هره اونۍ یوه الوتنه ترسره کېږي، چې ورسره به د مسافرو او سوداګرو لپاره د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

نیټه: 2026-10-28


د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم په موخه ناسته وشوه

د هلمند واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کې د یاد ولایت کنټرولي بندرونو، هډو او ترمینلونو له کارکوونکو سره د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم په موخه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي نظم د پیاوړتیا، شفافیت، د خدماتو ښه والي او نورو اړوند موضوعاتو په اړه کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې. 

نیټه: 2026-10-28