خبرونه

د اونۍ لنډ خبرونه!

۱. دوات ترانسپورت معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري او مالي او اداری معین حافظ صدیق الله عابد په گډون له ولايتي مسئولینو سره په انلاین ناسته کې د ټرانسپورټي چارو شفافیت بریښنايي سيستمونو پلي کېدو او معياري خدماتو په اړه خبري او لارښووني وشوي.
۲. پروژه اعمار مرکز واحدهای کاری One Stop Shop وزارت ترانسپورت در کابل با هزینه ۷.۹۵ میلیون افغانی ۲۵ درصد پیشرفت داشته و به هدف انسجام فعالیتها و ارائه خدمات سریع در یک مرکز واحد تطبیق میشود
۳. د یوې اونۍ په ترڅ کې د هوا د حالاتو په اړه ٦ بېلابېلې خبرتیاوی خپرې شوي او هیوادوالو ته د بارانونو سېلابونو او قوي بادونو په اړه د احتیاط سپارښتنه شوې ده.
۴. پروژه اعمار تیر پارک معیاری در ولسوالی زنده جان ولایت هرات به ارزش ۱۷.۷ میلیون افغانی ۴۱ در صد پیشرفت داشته و به سرعت جریان دارد.
۵. د کندوز ولایت چهاردری ولسوالۍ او دشتی ابدان سیمه کې د نږدی ۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د تیر پارکونو جوړولو چارې روانې دي چې چاری بی ۳۲ سلنه پرمخ تللي دي.
۶. بازسازی فنس رمپ و رنوی میدان هوایی لشکرگاه هلمند که حدود ۸ میلیون افغانی هزینه دارد ۹۷ درصد تکمیل شده و به زودی به بهره برداری سپرده میشود.
 

نیټه: 2026-04-02


د کابل ولایت ارغندۍ سیمه کې دوه پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د کابل ولایت ارغندۍ سیمه کې د څه باندې ۱۳ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د معیاري مسافروړونکي ترمینل او باروړونکو موټرو لپاره د تیرپارک جوړولو پروژو کارونه د پام وړ کاري پرمختګ لري. دغه پروژې چې کارونه د پلان سره سم پرمخ روان دي، هڅه کېږي تر څو چارې یې په ښه کیفیت او له مهالوېش سره سم، په ټاکل شوې نېټه پای ته ورسېږي. یادې پروژې د ځمکني ټرانسپورټ پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې ګټور ګام بلل کېږي.

نیټه: 2026-04-01


کندوز ولایت کې د دوو تیر پارکونو جوړولو چارې روانې دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د کندوز ولایت دښتې ابدان سیمه کې، د څه کم ۲۹میلیونه او د یاد ولایت چهار درې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیرپارکونو جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژې چې څلور میاشتې وړاندې پیل شوې دا مهال یې چارې نږدې ۳۲ سلنه پرمخ تللې دي. 

نیټه: 2026-04-01


د واټ ټرانسپورټ ولایتي مسئولینو سره د چارو لا شفافیت په اړه انلاین ناسته وشوه

د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري، مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد او یو شمېر رئیسانو په ګډون د ځمکني ټرانسپورټ ولایتي مسئولینو سره د ټرانسپورټي چارو شفافیت، د خدماتو لا معیاري کېدو او په یاده برخه کې د سهولتونو رامنځته کولو په اړه انلاین ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د باروړونکو موټرو رونډ نوبت، د ټرانسپورټي وسایطو د ثبت او اسنادو وېش، د عوایدو برېښنايي کولو، په هډو او ترمینلونو کې د ټرانسپورټي چارو او خدماتو څخه د څارنې، د چارو لا شفافیت او معیاري کېدو په موخه د برېښنايي سیستمونو پلي کولو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او ولایتي مسئولینو ته یې په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

نیټه: 2026-04-01