خبرونه
حیرتان دوراهي کې د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي
د بلخ ولایت د حیرتان دوراهي کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د۸۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. په دغه پروژه کې د ترمینل اصلي ودانۍ، پارکینګ، سړکونه، د موټرچلوونکو د اوسېدلو ودانۍ، د برېښنا او اوبو رسولو شبکې د ټرانسپورټي شرکتونو دفترونه او نور تاسیسات شامل دي. د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد ټرانسپورټي زیربناوو د پیاوړتیا ترڅنګ، د باروړونکو موټرو لپاره معیاري اسانتیاوې اوغوره خدمات برابر شي.
نیټه: 2026-07-02
د حج د سپېڅلي سفر پای؛ د وروستي کاروان په راستنېدو سره د افغان حاجیانو د بېرته راتگ لړۍ بشپړه شوه.
د #حج د سپېڅلي سفر پای؛ د وروستي کاروان په راستنېدو سره د افغان حاجیانو د بېرته راتگ لړۍ بشپړه شوه.
ویډیو👇
د حج د سپېڅلي سفر پای؛ د وروستي کاروان په راستنېدو سره د افغان حاجیانو د بېرته راتگ لړۍ بشپړه شوه
نیټه: 2026-07-01
له ایراني چارواکو سره د ټرانزیټي موټرو فعالیت په اړه انلاین ناسته وشوه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ټرانسپورټي قوانینو او معاهداتو رئیس یارمحمد رمضان په مشرۍ د ايراني چارواکو سره په انلاین ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزيټي موټرو معیاري تګ راتګ او په یاده برخه کې د سهولتونو رامنځته کولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.
نیټه: 2026-07-01
سمنگان ولایت کې د تیرپارک جوړولو چارې ۸۲ سلنه پر مخ تللې دي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د سمنګان ولایت تاشقرغان ولسوالۍ نواباد سیمه کې، د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیرپارک جوړولو چارې روانې دي. په یاده پروژه کې چې اداري ودانۍ، چاپېرېدونکی دېوال، جومات او د اوبو رسولو شبکه شامل دي، دا مهال یې کارونه ۸۲ سلنه پرمخ تللي دي.
نیټه: 2026-07-01