خبرونه

د اقینې بندر تیرپارک جوړولو پروژه د پرمختگ په حال کې ده

د فاریاب ولایت اقينې بندر کې د څه باندې ۱۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، دتیرپارک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې دا مهال د موټرو پارکېنګ ساحې لېول کاري، د موادو لېږد او ځینو نورو برخو کارونه دوام لري. یاده پروژه چې لس میاشتې وړاندې پیل شوې دامهال یې چارې نږدې ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي او پاتې چارې به یې هم د پلان او قرارداد سره سمې په راتلونکو شاوخوا ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.

نیټه: 2026-02-28


د اونۍ لنډ خبرونه

۱. د ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د غور ولایت سلطان غیاث‌الدین غوري هوايي ډګر د ځغاستليکې د بیارغونې پروژه پیل شوه.
ـ
۲. کار اعمار دیوار احاطوی ترمینل باربری ابوالنصر فراهی ولایت فراه با پیشرفت ۳۶ درصدی به ارزش ۳۹ میلیون و ۸۴ هزار افغانی جریان دارد که با تکمیل آن، سهولت‌های بیشتری برای رانندگان فراهم خواهد شد.
 ـ
۳. له دوو خصوصي شرکتونو سره د جي‌پي‌اېس د نصب هوکړې لاسلیک شوې، په دې برخه کې ۱۹ شرکتونه فعاليت کوي او تر دا مهاله په نږدې ۴۰زره باروړونکو او مسافروړونکو موټرو کې د جي پي‌اېس الې نصب شوې دي.
ـ
۴. به‌هدف بهبود فعالیت‌های ترانسپورتی، نشست مشترک با شرکت‌های خدماتی ردیاب و شرکت‌های مسافربری برگزار گردید و بر نصب و فعال‌سازی دستگاه‌های ردیاب در وسایط و جمع‌آوری ارقام دقیق آن تاکید شد.

نیټه: 2026-02-26


د مولانا جلاالدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډگر د نوي انتظار ځای جوړولو چارې

بلخ ولایت مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر کې د مسافرو لپاره د انتظار ځای او د موټرو تم ځای جوړولو چارې نېږدې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي. یاده پروژه چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا، د څه کم ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کېږي. چارې به یې راتلونکو ۷ میاشتو کې بشپړې شي.

نیټه: 2026-02-26


د اونۍ خبرونه

د جي پي اېس الې د نصبولو لړۍ چټکتیا له دوو شرکتونو سره توافق‌نامو لاسلیک.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، تخنیکي خدمتونو خوندیتوب ریاست لخوا په ټرانسپورټي وسایطو کې د جي پي اېس الې د نصبولو لړۍ د پراختیا په موخه له دوو خصوصي شرکتونو سره توافق‌نامې لاسلیک شوې.
د جي پي اېس الې نصبولو برخه کې دا مهال ۱۹شرکتونه  فعالیت لري  چې  په ټول هېواد کې تر دې مهال نېږدې ۴۰ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس الې نصب شوې دي، او د نویو شرکتونو په فعالیت سره به دا لړۍ لا چټکه او پراخه شي.
 
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د غور ولایت، سلطان غیاث الدین غوري هوايي ډگر د ځغاستلیکې بیارغونې پروژه پیل شوه.
  د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د دغه هوايي ډگر ځغاستلیکه په معیاري ډول جوړه او د هر ډول الوتکو د الوتنو لپاره به چمتو شي. دا پروژه د هوايي ډگر پراختیا په برخه کې گټور گام بلل کېږي.
 
د کابل عامه ښاري ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د لېږدوونکو وسایطو معیاري کولو، او د ټرانسپورټي اسنادو دوېش پروسې د لا ښه تنظیم په موخه، په روان کال کې د ۱۵ زره، ۲۸ ټرانسپورټي وسایطو تخنیکي ارزونه شوې
د تخنیکي ارزونې یاده پروسه د کابل ولایت په بېلا بېلو برخو کې د وسایطو بشپړ خوندیتوب په موخه د ټاکل شوو ټرانسپورټي معیارونو سره سم ترسره کېږي.
 

د فراه ولایت ابوالنصر فراهي باروړونکي ترمینل د چاپېرېدونکي دېوال جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې دا مهال یې کارونه نېږدې ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري 
دغه پروژه چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د ۳۹ میلیونه ۸۴ زره افغانیو په په ارزښت پلي کېږي په بشپړېدړ سره به یې موټرچلوونکو ته د لازمې اسانتیاوې را منځته شي.
 

د بلخ ولایت مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر کې د مسافرو لپاره د انتظار ځای او د موټرو تم ځای  جوړولو چارې نېږدي ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي.
 یاده پروژه چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا، د څه کم ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کېږي، چارې به یې راتلونکو ۷ میاشتو کې بشپړې شي.

 

ویډیو ⬇️

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت

 

نیټه: 2026-02-26