خبرونه
د پلچرخې برېښنایې دروازې جوړولو پروژه
نیټه: 2026-02-19
د شمال ولایتونو نوې هډه
د #شمالي ولایتونو کوچنیو موټرو لپاره نوی #تمځای وټاکل شو.
د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدماتو، سهولتونو برابرولو او د ښاري ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه د شمالي ولایتونو کوچنیو موټرو تمځای د ۱۲ ناحیې (سړک کارېز) سیمې څخه د شکر درې ولسوالۍ اړوند (سړک کوچکين) سیمې ته ولېږدول شو.
موټرچلوونکي د کابل واټ #ټرانسپورټ تنظیم ریاست یاده کړنه ستایې او خوښ چې ټرانسپورټي خدمات ورځ تر بلې د پراختیا او معیاري کېدو په حال کې دي.
د یادولو وړ ده چې له یادې ټرانسپورټي هډې څخه د شمال اوو ولایتونو ته په ورځني ډول شاوخوا ۸۰۰ موټر فعالیت لري، چې د نوې ټرانسپورټي هډې فعالیت به د ټرانسپورټي خدماتو لا تنظیم، اسانتیا او د یادو مسیرونو موټرچلوونکو او مسافرو لپاره به د خوندي او اسانه تګ راتګ سبب شي.
ویډیو ⬇️
نیټه: 2026-02-19
نیمروز ولایت په موټرو کې د جي پي اېس لګولو پر چټکتیا ټینګار وشو
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست مسئولینو لخوا په مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس الو لګولو پروسې چټګتیا په موخه د یو شمېر جي پي اېس شرکتونو له استازو سره ناسته ترسره شوه. یاده ناسته کې د جي پي اېس الو لګولو پروسې په تړاو بحث وشو او په اړوند برخه کې مهمې پرېکړې وشوې.
نیټه: 2026-02-19
د اونۍ لنډ خبرونه
۱. الحاج ملا محمد فاضل مظلوم چې د امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ټاکل شوی و، نن د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول د وزارت کارکوونکو ته ورپېژندل شو.
۲. کار اعمار هده مسافربری ولایتهای جنوبغرب در ساحه کمپنی شهر کابل با هزینه بیش از ۲۸ میلیون افغانی ۹۵ درصد پیشرفت داشته و بهزودی به بهرهبرداری سپرده خواهد شد.
۳. د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د شمالي ولايتونو کوچنيو مو ټرو تمځای د ۱۲ناحيې څخه د شکر درې ولسوالۍ اړوند (سړک کوچکين) سيمې ته ولېږدول شو، چې هره ورځ ترې شاوخوا ۸سوه موټر فعاليت کوي.
۴. وزارت ترانسپورت و هوانوردی بهطور جدی از تطبیق لایحه کرایه در کابل و ولایات نظارت میکند.
نیټه: 2026-02-19