د څه باندې ۱۶ میلیارده افغانیو په ارزښت د ټرانسپورټي زیربناوو لوی بدلون

نیټه: 1405-05-13 سه‌شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په هېواد کې د ۱۱،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په ۱۱ ولایتونو کې د ۲۶ ټرانسپورټي پروژو چارې روانې دي. د دې ترڅنګ مرکز کابل کې د ۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰ پروژو او د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د څه باندې ۳۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۱ تیرپارکونو او د ۲،۵میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۵ مسافروړونکو او باروړونکو ترمینلونو جوړولو چارې روانې دي.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته