فراه ولایت کې د ۲۰۰ موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

نیټه: 1405-06-28 شنبه

 د فراه ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست تخنیکي ټیم له لوري د ټرانسپورټي اصولو ښه پلي کېدو په موخه د یاد ولایت باروړونکي ترمینل کې د ۲۰۰ باروړونکو موټرو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه وشوه. د ارزونې پر مهال د موټرو د جي پي اېس سیسټم له فعالیت څخه هم لیدنه ترسره شوه او په اړوند برخه کې موټرچلوونکو ته لازم هدایات ورکړل شول.


خبر شریک کړئ: Facebook Twitter بیرته