۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-08-21 چهارشنبه
د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم او معیاري خدماتو وړاندې کولو هڅې

د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس په مشرۍ د ټرانسپورټي هډو، ترمینلونو او کنټرولي بندرونو کارکوونکو سره د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د واټ ټرانسپورټ ټولو اړوند برخو کې د چارو لا تظیم او هېواد والو ته د معیاري خدماتو او سهولتونو برابرولو په اړه ګډونوالو ته ګڼې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

1404-08-21 چهارشنبه
د کرایې لایحې پلي کولو څخه څارنه وشوه

د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست مسئولینو لخوا د زرنج ښار ختیځ ټرانسپورټي بندر کې د ټاکل شوې کرایې لایحې پلي کولو په موخه د یاد ولایت لویو مسافر وړونکو موټرو د کرایې څخه څارنه او کنټرول ترسره شو او موټرچلوونکو ته د مسافرو خوندي سفر په اړه لازمې لارښونې وشوې.

1404-08-20 سه‌شنبه
د باغ پل مسافر وړونکي ترمینل د چارو له کیفیت څخه څارنه ترسره شوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري او د پلان او زېربناوو د پراختيا لوی رئیس ډاکټر محمد رستم حفیظیار د کندهار ولایت باغ پل مسافروړونکي ترمینل د چارو څخه څارنه وکړه. او د قراردادي شرکت استازو ته یې د پروژې کارونو چټکتیا او کیفیت په پار اړینې لارښوونې وکړې. ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو په پلي کېدو کې کیفیت ته لومړیتوب ورکوي او تل يې د چارو څخه جدي څارنه ترسره کوي.