خبرونه
احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډگر کې د یوې پراختیايي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ۸ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د معیاري ترمینل او موټرو تمځای جوړولو کارونه د پرمختګ په حال کې دي، چې تر دې دمه یې چارې په ښه کیفیت او د ټاکلي پلان له مخې مخته روانې دي. یاده پروژه د هوايي ډګر خدمتونو معیاري کېدو او مسافرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو په برخه کې یوه ستره او مهمه پروژه ګڼل کېږي.
نیټه: 2026-07-04
جغرافیايي معلوماتي سیستم (GIS) په اړه تخصصي سمینار پای ته ورسېد
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند هواپېژندنې ریاست کارکوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو او له نوې ټکنالوژۍ سره د بلدتیا په موخه، د جغرافیایي معلوماتي سیستم (GIS) او تحلیلي شبکو په برخه کې ۶ ورځنی تخصصي سمینار وړاندې شو. په دغه روزنیز سمینار کې ګډونوالو ته د یادو موضوعاتو په اړه هر اړخیزه زده کړې ورکړل شوې چې په دې سره به د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او مسلکي دندو لا ښه ترسره کولو په برخه کې د ګډونوالو وړتیاوې لا پیاوړې شي.
نیټه: 2026-07-04
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۴ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې باران ، تالنده برېښنا نسبتاً تیزو بادونو خاورو او دوړو پېښېدو اټکل:
په نورستان کونړ، لغمان، ننگرهار او خوست ولايتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي او سوېل ختيځو ولايتونو کې د نسبتاً تیز و بادونو خاورو او دوړو پیښید و اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سیمو کې (۵۰) څخه تر (۷۵) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۱۴ سرطان سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران رعد و برق و بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاکهای در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های نورستان ،کنر، لغمان، ننگرهار و خوست که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الى (۲۰) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای مرکزی و جنوبی شرقی احتمال وقوع بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین ۵۰ الی ۷۵ کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING
Validity time: 05 July 2026
Possibility of Rain, Thunderstorm and Relatively Strong Winds with Blowing Dust for the following provinces:
Nuristan, Kunar, Laghman, Nangarhar and Khost Provinces the amount of rainfall is between (10 to 20) mm in different area.
In the Central and Southeastern Province's possibility of Relatively Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 75) Km/h in different area.
نیټه: 2026-07-04
د اونۍ لنډ خبرونه
۱. پرون د چهارشنبې په ورځ په کابل نړیوال هوايي ډگر کې د ۲۵۲ حاجيانو په ښکته کېدو سره له سعودي عربستان څخه د څه باندې ۳۰ زره افغان حاجيانو د بېرته راستنېدو لړۍ په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
--
۲. رئیس قوانین و معاهدات ترانسپورت جاده ای یار محمد رمضان در یک نشست آنلاین با مقام های ایرانی در باره تردد معیاری وسایط ترانزیتی و فراهم سازی سهولتها در این بخش گفت و گو کرد.
--
۳. د کندهار ښار - سپین بولدک پر مسير د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنايي دروازې (ټولگېټ) جوړولو چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.
--
۴. کار ساخت تأسیسات ترانسپورتی در ترمینل باربری دوراهی حیرتان ولایت بلخ به ارزش بیش از ۴۶ میلیون افغانی ۹۲ درصد پیشرفت کاری داشته است.
--
۵. د هواپېژندنې ریاست کارکوونکو ته د GIS او تحليلي شبکو په برخه کې شپږ ورځنی تخصصی روزنیز سمینار پیل شو.
--
۶. کار اعمار تیر پارک در ساحه نوآباد ولایت سمنگان به ارزش بیش از ۱۴ میلیون افغانی ۸۲ درصد پیشرفت داشته است.
نیټه: 2026-07-02