خبرونه

بدخشان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو پروژې له روانو چارو څخه څارنه وشوه

د بدخشان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس مولوي نیازمحمد نیازي د یاد ولایت ایتارچي سیمه کې د مسافروړونکي او باروړونکي ترمینل جوړولو پرژوې له کارونو څخه څارنه وکړه او اړوند مسئولینو ته یې د پروژې د چارو پر وخت او ښه کیفیت ترسره کېدو په اړه ټینګار او سپارښتنې وکړې. یاده پروژه چې په لس جرېبه ځمکه کې د شاوخوا ۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کېږي، دا مهال یې کارونه نږدې ۷۰ سلنه پرمخ تللي دي.

نیټه: 2026-10-04


د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډگر د نوي ترمینل جوړولو پروژې کارونه په ښه ډول روان دي

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري د ۸ سوه میلیونه افغانیو په لګښت، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر د نوي ترمینل او موټرو پارڪېنګ جوړولو پروژې کارونه د پام وړ پرمختګ لري. یاده پروژه چې د هوایي ډگر پراختیا او مسافرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې مهمه پروژه ګڼل کېږي، کارونه به یې په ښه کیفیت او ټاکل شوي وخت بشپړ شي.

نیټه: 2026-10-04


ترینکوټ هوايي ډگر دوې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي

د اروزګان ولایت ترینکوټ هوایي ډګر کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري، د څه کم ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو کارونه روان دي. په یادو پروژو کې د هوایي ډګر د عملیاتي ساحې خوندیتوب په موخه د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي د فنس لګول، عمومي دروازه، د موټرو تم ځای، سړک او ځینو نورو مهمو برخو جوړول شامل دي او هڅه کېږي، چې د ژمي تر رارسېدو مخکې یې کارونه په ښه کیفیت پای ته ورسېږي.

نیټه: 2026-10-03


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!

خبرداری
د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ کال تلې ۱۲ نېټې پورې

په لاندي ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پېښېدو اټکل
په شمالي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د تېز و بادونو خاورو او دووو پیښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې له (۵۰) څخه تر (۸۵) کیلو متره به ساعت کې اټکل کېږي.


هشدار
مدت اعتبار : ۱۲ میزان سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های شمالی غربی و مرکزی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الى (۸۵) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.


WARNING!
Validity time: 04 October 2026

Possibility of Strong Winds With Blowing Dust for the Following provinces:
In the Northern, Western and Central Provinces possibility of Strong Wind With Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 up to 85) Km/h in different eara.

نیټه: 2026-10-03