خبرونه
کندهار ولایت کې د ټولگیټ جوړولو چارې ۴۰ سلنه پر مخ تللې دي
د کندهار ښار– سپینبولدک ولسوالۍ په مسیر د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنايي دروازې (ټولګېټ) جوړولو چارې د پلان سره سمې د پرمختګ په حال کې دي. یاده پروژه چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې، اوس مهال یې کارونه نږدې ۴۰ سلنه پرمخ تللي دي. د پروژې له روانو چارو څخه په دوامداره توګه څارنه ترسره کېږي همدا ډول هڅه کېږي تر څو پاتې چارې د ټاکل شوي مهالوېش سره سمې پر وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نیټه: 2026-06-27
د جغرافيايي معلوماتي سیستم (GIS) په اړه ۶ ورځنی تخصصي سمینار پیل شو
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند هواپېژندنې ریاست کارکوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو او له نوې ټکنالوژۍ سره د بلدتیا په موخه، د جغرافیایي معلوماتي سیستم (GIS) او تحلیلي شبکو په برخه کې ۶ ورځنی تخصصي سمینار پیل شو. په دغه روزنیز سمینار کې به ګډونوالو ته د یادو موضوعاتو په اړه هر اړخیزه زده کړې ورکړل شي چې په دې سره به د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې مهارتونه ترلاسه کړي، ترڅو د خپلو مسلکي دندو لا ښه ترسره کولو لپاره له عصري ټکنالوژۍ څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
نیټه: 2026-06-27
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ٦ نېټې څخه تر ۷ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دور و پیښید و اټکل
په مرکزي او ختيځو ولایتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې (۵۰) څخه تر (۹۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۶ الی ۷ سرطان سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های مرکزی و شرقی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۹۰) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING!
Validity time: 27 to 28 June 2026
Possibility of Strong Winds with Blowing Dust for the following provinces:
In the Central and Eastern Province's possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 90) Km/h in different area.
نیټه: 2026-06-26
د اونۍ لنډ خبرونه
۱. دهرات ولایت تورغونډۍ بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره پر ۲۰ جریبه ځمکې د ترمینل جوړولو چارې پیل شوې.
--
۲. ریاست هواشناسی برای ۴۰ تن از محصلان بخش هایدرومتیورولوژی پوهنتون کابل، برنامه آموزشی تخصصی ارتقای ظرفیت برگزار کرد
--
۳. د زابل ولایت کلاچې سیمه کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې ۸۲ سلنه بشپړې شوې دي.
--
۴. در ریاست تنظیم ترانسپورت جاده ای ولایت فراه نشستی با نمایندگان شرکت های ترانسپورتی باربری در مورد تطبیق طرزالعملها و ارائه خدمات معیاری ترانسپورتی برگزار شد.
--
۵. د ننگرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست او د ترافیکو مسئولینو ترمنځ د ښاري نظم او ټرانسپورټي اصولو د ښه پلي کېدو په موخه گډه ناسته ترسره شوه.
--
۶. پروژه اعمار مرکز واحدهای کاری One Stop Shop در کابل با هزینه نزدیک به هشت میلیون افغانی در حال تکمیل شدن است.
نیټه: 2026-06-25