خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۵ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې تېز باران تالنده بریښنا تیز و بادونو خاورو او دوړو او سېلابونو پیښیدو اټکل
په نورستان ،کونړ، لغمان، ننگرهار، لوگر ،پکتیا ،خوست ،پکتیکا، میدان وردگ ،پروان، سمنگان، بغلان او پنجشیر ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۰) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي او سوېل ختيځو ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو دوړو پیښید و اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې (۵۰) څخه تر (۸۵) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.


هشدار
مدت اعتبار : ۵ سرطان سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای شدید همراه با گرد و خاک و سیلاب های آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های نورستان ،کنر ،لغمان، ننگرهار ،لوگر ،پکتیا ،خوست ،پکتیکا، میدان وردگ ،پروان، سمنگان، بغلان و پنجشیر که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰ الی ۳۰ ) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای مرکزی و جنوب شرقی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین ۵۰ الی  ۸۵ کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.


WARNING!
Validity time: 26 June 2026

Possibility of Heavy Rain, Thunderstorm, Strong Winds with Blowing Dust and Flash Floods for the following provinces:
Nuristan, Kunar, Laghman, Nangarhar, Logar, Paktya, Khost, Paktika, Maydan Wardak, Parwan, Samangan, Baghlan and Panjshir Provinces the amount of rainfall is between (10 to 30) mm in different area.
In the Central and Southeastern Province's possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 85) Km/h in different area.

نیټه: 2026-06-25


د باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه

د فراه ولایت واټ ټرانسپورټ رئیس، الحاج مولوي سیداحمد ساجد، په مشرۍ د باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره، د ټرانسپورټي شرکتونو د طرزالعمل او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي چارو لا ښه والي، د ټرانسپورټي اصولو پلي کولو او معیاري ټرانسپورټي خدماتو وړاندې کولو په تړاو ګډونوالو ته لارښوونې او ټینګار وشو.

نیټه: 2026-06-24


برېښنايي دروازه

د کابل ختیځ لوري #برېښنايي دروازې جوړولو #پروژه؛
چټکتیا، خوندیتوب او اسانتیا په لور گټور گامونه.
ویډیو👇

د کابل ختیځ لوري برېښنايي دروازې جوړولو پروژه

نیټه: 2026-06-24


د هوا پېژندنې ریاست لخوا د کابل پوهنتون محصلینو ته عملي او روزنیز پروگرام وړاندې شو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست لخوا د علمي او مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه، د کابل پوهنتون د هایدرومتیورولوژۍ څانګې ۴۰ تنو محصلینو ته د ظرفیت لوړونې ځانګړی روزنیز پروګرام وړاندې شو. په دغه پروګرام کې د هواپېژندنې د مشاهداتو، د هوا حالاتو وړاندوینې او هواپېژندنې د څېړنو په برخو کې ګډونوالو ته نظري، عملي او تجربوي زده کړې ورکړل شوې، د هواپېژندنې ریاست د هواحالاتو او اقلیمي معلوماتو وړاندې کولو او تحلیل تر څنګ، د علمي کادرونو د روزنې او تخصصي وړتیاوو لوړولو په برخه کې هم مهم رول ترسره کوي.

نیټه: 2026-06-24