خبرونه
د کندوز تیرپارکونه
.د #کندوز_تیرپارکونه:
د باروړونکو وسایطو منظم فعالیت او ټرانسپورټي نظم ښه والي په موخه په لویو لارو کې د #تیربارکونو جوړول مهم ټرانسپورټي تاسیسات ګڼل کېږي
د همدې اړتیا له مخې به کندوز ولایت د باروړوونکو موټرو لا ښه تنظیم او ټرانسپوړټي اسانتیاوو پراختیا په موخه د دوو تیرپارکونو جوړولو چارې روانې دي.
د چهاردرې ولسوالۍ د تیرپارک پروژه په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې، د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي. د دغه پروژې ساختماني چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر دې مهاله یې شاوخوا ۹۰ سلنه کار بشپړ شوی دی
د دښتابدان سیمې د تیرپارک پروژه هم په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کېږي چې کارونه یې د پلان سره سم پرمخ روان دي.
د دواړو پروژو له روانو چارو څخه په دوامداره توګه څارنه کېږي او اړوند مسؤلین هڅه کوي چې پاتې چارې یې پر وخت او له ټاکلو معیارونو سره سمې بشپړې شي.
د يادولو وړ ده چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا پر یادو پروژو سربېره لسګونه پروژې تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به یې د ټرانسپورټي نظم او خدماتو ښه والي او د یوه خوندي او اغېزمن ټرانسپورټ رامنځ ته کولو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شي
راپور ⬇️
د کندوز تیرپارکونو جوړول مهم ټرانسپورټي تاسیسات...🏗
نیټه: 2026-09-28
په تېرو ۶ میاشتو کې څه کم ۱۱ سوه کارگو الوتنې ترسره شوې دي
د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه څه کم ۱۱سوه کارګو الوتنې ترسره شوې دي، چې په دې کې ۱۱۱ خالصې کارګو الوتنې دي، چې د ۷۵۳۵.۰۹۷ ټنه توکو صادارات او واردات يې ترسره کړي دي او ۹۶۵ مسافروړونکي کارګو الوتنې، چې شاوخوا ۱۰۳۵۱ ټنه توکي يې لېږدولي دي. یادې کارګو او ګډې الوتنې د بېلابېلو هوايي شرکتونو له خوا هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته ترسره شوې دي. ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د کارګو الوتنو د لا پراختیا، د سوداګرو د لګښتونو د کمولو په موخه په یو شمېر خدماتو کې د پام وړ تخفیفونه هم منظور شوي دي. د هوايي چلند د امنیت فیس چې مخکې د هر ټن کارګو لپاره ۱۰۰ امریکايي ډالر و، اوس ۱۰ ډالرو ته راښکته شوی دی. همدارنګه د ځمکنيو خدمتونو فیس چې مخکې د هر ټن لپاره ۹۶ ډالر و، اوس ۴۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی او سربېره پر دې د منظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره په اړوندو خدماتو کې ۲۵ سلنه تخفیف او د غیرمنظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی دی.
نیټه: 2026-09-28
زابل ولایت کې د تیرپارک جوړېدو کارونه بشپړ شول
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت، زابل ولایت ڪلاچې سیمه کې د باروړونکو موټرو د تیرپارک جوړولو کارونه پای ته ورسېدل، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. یاد تیرپارک چې په ۸۰ جرېبه ځمکه کې جوړ شوی، اداري ودانۍ، چاپېرېدونکی دېوال، د اوبو رسولو سیسټم او ځینې نور تاسیسات پکې شامل دي. د دې تیرپارک له ګټې اخیستنې وروسته به د باروړونکو موټرو د تم ڪېدو لپاره مناسب ځای برابر شي.
نیټه: 2026-09-28
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!
خبرداری
د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ کال د تلې ۵ نېټې څخه تر ٦ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې تېز باران ، تالنده بریښنا نسبتاً تیزو بادونو خاورو دوړو او سېلابونو پېښېدو اټکل
په نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا او خوست ولایتونو کې چې د باران کچه په بیلابیلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۰) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په لویدیځو، سویلي او سوېل ختيځو ولايتونو کې د نسبتاً تیزو بادونو خاورو او دوړو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې له (۵۰۰) څخه تر (۸۰) کیلو متره به ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۵ الی ۶ میزان سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک و سیلابهای آتی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایتهای نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا و خوست که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الى (۳۰) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای غربی جنوبی و جنوب شرقی احتمال وقوع بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین ۵۰ الی ۸۰ کیلومتر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING
Validity time: 27to 28 September 2026
Possibility of Heavy Rain, Thunderstorms, Relatively Strong Winds with Blowing Dust and Flash Flood for the following provinces:
Nuristan, Kunar, Laghman, Nangarhar, Logar, Paktya and Khost Provinces the amount of rainfall is between (10 to 30) mm in different area.
In the Western, Southern and Southeastern Provinces possibility of Relatively Strong Wind With Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 80) Km/h in different eara.
نیټه: 2026-09-27