خبرونه
ننگرهار کې د ښاري نظم په موخه د همغږۍ گډه ناسته وشوه
د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کې د ښاري نظم، د ټرانسپورټي او ټرافیکي اصولو ښه پلي کېدو په موخه د یاد ولایت د ټرافیکو له استازو سره ګډه ناسته وشوه. په یاده ناسته کې د ټرانسپورټي وسایطو فعالیت لا ښه تنظیم، د خدماتو پیاوړتیا او د ښاري ګڼې ګوڼې مخنیوي په تړاو خبرې وشوې.
نیټه: 2026-06-22
زابل ولایت کې د تیرپارک جوړولو چارې ۸۲ سلنه پر مخ تللې دي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د زابل ولایت کلاچې سیمه کې، د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیرپارک جوړولو چارې روانې دي. په یاده پروژه کې چې اداري ودانۍ، چاپېرېدونکی دېوال، جومات او د اوبو رسولو شبکه شامل دي. چارې یې نږدې نهه میاشتې وړاندې پیل شوې او دا مهال یې کارونه ۸۲ سلنه پرمخ تللي دي.
نیټه: 2026-06-20
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د غبرګولې ۳۱ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې نسبتاً تیز باران ، تالنده برېښنا تېزو بادونو خاورو دوړو او سېلابونو پېښېدو اټکل:
په بدخشان، تخار، بغلان، ننگرهار ،کونړ، نورستان او خوست ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي سوېل ختيځو سوېلي او لوېديځو ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو دوړو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سیمو کې (۵۰) څخه تر (۹۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۳۱ جوزا سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران نسبتاً شدید ، رعد و برق بادهای شدید همراه با گرد خاک و سیلاب های آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های بدخشان، تخار ،بغلان، ننگرهار، کنر، نورستان و خوست که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰ الی ۲۰ ) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای مرکزی جنوب شرقی جنوبی و غربی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین ۵۰ الی ۹۰ کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING!
Validity time: 21 June 2026
Possibility of Relatively Heavy Rain, Thunderstorm, Strong Winds with Blowing Dust and Flash
Flood for the following provinces:
Badakhshan, Takhar, Baghlan, Nangarhar, Kunar, Nuristan and Khost Provinces the amount of rainfall is between (10 up to 20) mm in different area.
In the Central, Southeastern, Southern and Western Province's possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 up to 90) Km/h in different area.
نیټه: 2026-06-20
زابل کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت مسافر وړونکی ترمینل گټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د شاوخوا ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت، زابل ولایت کې د مسافروړونکي ترمینل او یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم امریت اداري ودانۍ جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دغه پروژه کې اداري ودانۍ، د مسافرو لپاره انتظار ځای، چاپېرېدونکی دېوال، جومات، د موټرو لپاره پارکېنګ او ځینې نور تاسیسات شامل دي چې چارې یې د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
نیټه: 2026-06-18