خبرونه
د جي پي اېس الې د نصبولو لړۍ چټکتیا له دوو شرکتونو سره د توافق نامو لاسلیک
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، تخنیکي خدمتونو خوندیتوب ریاست لخوا په ټرانسپورټي وسایطو کې د جي پي اېس الې د نصبولو لړۍ د پراختیا په موخه له دوو خصوصي شرکتونو سره توافقنامې لاسلیک شوې. د یادولو وړ ده چې دامهال ۱۹ شرکتونه په مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس الې نصبولو برخه کې فعالیت لري او د نویو شرکتونو په فعالیت سره یاده لړۍ لا چټکه او پراخه شي.
نیټه: 2026-02-23
د پلچرخې برېښنایې دروازې جوړولو پروژه
نیټه: 2026-02-19
د شمال ولایتونو نوې هډه
د #شمالي ولایتونو کوچنیو موټرو لپاره نوی #تمځای وټاکل شو.
د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدماتو، سهولتونو برابرولو او د ښاري ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه د شمالي ولایتونو کوچنیو موټرو تمځای د ۱۲ ناحیې (سړک کارېز) سیمې څخه د شکر درې ولسوالۍ اړوند (سړک کوچکين) سیمې ته ولېږدول شو.
موټرچلوونکي د کابل واټ #ټرانسپورټ تنظیم ریاست یاده کړنه ستایې او خوښ چې ټرانسپورټي خدمات ورځ تر بلې د پراختیا او معیاري کېدو په حال کې دي.
د یادولو وړ ده چې له یادې ټرانسپورټي هډې څخه د شمال اوو ولایتونو ته په ورځني ډول شاوخوا ۸۰۰ موټر فعالیت لري، چې د نوې ټرانسپورټي هډې فعالیت به د ټرانسپورټي خدماتو لا تنظیم، اسانتیا او د یادو مسیرونو موټرچلوونکو او مسافرو لپاره به د خوندي او اسانه تګ راتګ سبب شي.
ویډیو ⬇️
نیټه: 2026-02-19
نیمروز ولایت په موټرو کې د جي پي اېس لګولو پر چټکتیا ټینګار وشو
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست مسئولینو لخوا په مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي پي اېس الو لګولو پروسې چټګتیا په موخه د یو شمېر جي پي اېس شرکتونو له استازو سره ناسته ترسره شوه. یاده ناسته کې د جي پي اېس الو لګولو پروسې په تړاو بحث وشو او په اړوند برخه کې مهمې پرېکړې وشوې.
نیټه: 2026-02-19