خبرونه
د اونۍ لنډ خبرونه
۱. الحاج ملا محمد فاضل مظلوم چې د امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ټاکل شوی و، نن د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول د وزارت کارکوونکو ته ورپېژندل شو.
۲. کار اعمار هده مسافربری ولایتهای جنوبغرب در ساحه کمپنی شهر کابل با هزینه بیش از ۲۸ میلیون افغانی ۹۵ درصد پیشرفت داشته و بهزودی به بهرهبرداری سپرده خواهد شد.
۳. د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د شمالي ولايتونو کوچنيو مو ټرو تمځای د ۱۲ناحيې څخه د شکر درې ولسوالۍ اړوند (سړک کوچکين) سيمې ته ولېږدول شو، چې هره ورځ ترې شاوخوا ۸سوه موټر فعاليت کوي.
۴. وزارت ترانسپورت و هوانوردی بهطور جدی از تطبیق لایحه کرایه در کابل و ولایات نظارت میکند.
نیټه: 2026-02-19
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير پېژندغونډه ترسره شوه.
الحاج ملا محمد فاضل مظلوم چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر په توګه ټاکل شوی و، نن پنجشنبه د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې چې د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون درلود د یاد وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
نیټه: 2026-02-19
د شمالي ولایتونو کوچنیو موټرو لپاره نوی تم ځای وټاکل شو
د ټرانسپورټي خدماتو، سهولتونو برابرولو او د ښاري ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه د شمالي ولایتونو کوچنیو موټرو تمځای د ۱۲ ناحیې (سړک کارېز) سیمې څخه د شکر درې ولسوالۍ اړوند (سړک کوچکين) سیمې ته ولېږدول شو . د یادولو وړ ده چې له یادې ټرانسپورټي هډې څخه د شمال اوو ولایتونو ته په ورځني ډول شاوخوا ۸۰۰ موټر فعالیت لري، چې د نوې ټرانسپورټي هډې فعالیت به د ټرانسپورټي خدماتو لا تنظیم، اسانتیا او پراختیا سبب شي همدارنګه د یادو مسیرونو موټرچلوونکو او مسافرو لپاره به د خوندي او اسانه تګ راتګ اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي.
نیټه: 2026-02-18
کندوز ولایت کې د تیرپارک جوړولو چارې ۲۵ سلنه پر مخ تللې دي
د کندوز ولایت دښتې ابدان سیمه کې، د څه کم ۲۹میلیونه افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه چې په ۴۰۰ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي، درې میاشتې وړاندې پیل شوې او دا مهال یې چارې نږدې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي.
نیټه: 2026-02-18