خبرونه
نیمروز ولایت کې د مسافر وړونکو موټرو تخنیکي کنټرول ترسره شو
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدماتو معیاري کېدو او د مسافرو خوندي سفر په موخه د یاد ولایت مسافروړونکي ترمینل کې له سفر کولو وړاندې د موټرو د تخنیکي کنټرول پروسه ترسره شوه. په یاده پروسه کې د مسافروړونکو موټرو تخنیکي وضعیت وارزول شو او د خوندي تګ راتګ په موخه د موټرو د لوړ سرعت کنټرول، د اضافي او غیرمعیاري څوکیو د لرې کولو او همداډول د لایزري او غیرمعیاري څراغونو د نه کارونې په اړه موټرچلوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
نیټه: 2026-06-06
له ایراني چارواکو سره د ټرانسپورټي اړیکو پراختیا په موخه لیدنه وشوه
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا محمد اقبال کلیم الله او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت ورېښمو پل ساحه کې د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پراختیا په موخه د ایران سيستان بلوچستان ولايت د ټرانسپورټ له استازو سره لېدنه وکړه. په دغه لیدنه کې، د نیمروز ولایت ورېښمو پل له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي وسایطو فعالیت، د مسافرو او سوداګریزو توکو خوندي لېږد را لېږد او په یاده برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وشوې.
نیټه: 2026-06-04
د جي پي اېس شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه
د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب ریاست کې، په موټرو کې د جي پي اېس نصبولو شرکتونو له استازو سره، د یادې پروسې د چټکتیا په موخه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د یادې پروسې په تخنیکي اړخونو، نوي پلټفارم ته د ډېټا لېږد او په ځینو برخو کې د ستونزو حل په اړه خبرې او لارښوونې وشوې.
نیټه: 2026-06-04
لغمان ولایت کې د کرايې لایحې پلي کولو څخه څارنه وشوه
د لغمان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست مسئولینو لخوا د ټاکل شوې کرایې لایحې پلي کولو په موخه د یاد ولایت مسافروړونکو موټرو د کرایې څخه څارنه او کنټرول ترسره شو او موټرچلوونکو ته د مسافرو خوندي سفر او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
نیټه: 2026-06-04