خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د وري ۲۲ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې تېز باران ، تالنده برېښنا د نسبتاً تېزو بادونو او سېلابونو پېښېدو اټکل:
په سرپل، سمنگان، بامیان ،غور ،بغلان، تخار، بدخشان، نورستان ،کونړ ،لغمان، کاپیسا، پروان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کی چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۵) ملي متره او پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي، سوېلي ولايتونو کې د سالنگونو په گډون د نسبتاً تیز و بادونو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سيمو کې (۵۰) څخه تر (۷۰ کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
نوټ: په لوړو او يخو سیموکې د واورې اورېدو اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۲۲ حمل سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای نسبتاً شدید و سیلابهای انی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های سرپل، سمنگان، بامیان ،غور ،بغلان، تخار، بدخشان، نورستان ،کونر ،لغمان، کاپیسا، پروان، ننگرهار، لوگر، پکتیا، خوست و پکتیکا که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الى (۳۵) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایتهای مرکزی و جنوبی بشمول سالنگها احتمال وقوع بادهای نسبتاً شدید وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین ۵۰ الی (۷۰ کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
نوت: احتمال وقوع برفباری در ارتفاعات مرتفع و مناطق سرد پیش بینی میگردد.
WARNING
Validity time: 11 April 2026
Possibility of Heavy Rain, Thunderstorm, Relatively Strong Winds and Flash Flood for
the following provinces:
Sari pul, Samangan, Bamyan, Ghor, Baghlan, Takhar, Badakhshan, Nuristan, Kunar, Laghman, Kapisa, Parwan, Nangarhar, Logar, Paktya, Khost, Paktika, Provinces the amount of rainfall is between (10 to 35) mm in different area.
In the Central and Southern Provinces including Salangs possibility of Relatively Strong Winds the amount of Wind speed will be between (50 to 70) Km/h in different area.
Note: Possibility of snowfall in high-altitude and cold regions
نیټه: 2026-04-11
کندهار ولایت کې د ټولگېټ جوړولو چارې له نږدې وڅارل شوې
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د زېربناوو د پراختیا او پلان لوی رئیس ډاکتر محمد رستم حفيظیار په مشرۍ تخنیکي ټیم د کندهار ښار– سپینبولدک ولسوالۍ په مسیر د برېښنايي دروازې (ټولګېټ) د جوړېدو له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه. په دغه څارنه کې د پروژې هر اړخیزه تخنیکي ارزونه وشوه او د کارونو چټکتیا او کیفیت په اړه اړوند مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
نیټه: 2026-04-11
د اونۍ لنډ خبرونه
۱. در یک هفته گذشته ۶۹۴ واسطه در کابل و ۱۱۵۹ واسطه در ۲۵ ولایت دیگر تحت بررسی تخنیکی قرار گرفته تا انتقال مصؤن مسافران و اموال تضمین شود.
۲. د کارکوونکو چارو ریاست له خوا د پینیکل سازمان په ملاتړ د بېلابېلو ریاستونو شاوخوا ۱۰۰ کارکوونکو ته د انگلیسي ژبې څلور میاشتنی ښوونیز پروگرام پای ته ورسید.
۳. کار اعمار تعمیر اداری ریاست تنظیم ترانسپورت جاده ای ولایت لغمان به هزینه ۹.۳۹ میلیون افغانی در دو طبقه جریان دارد و تاکنون ۱۴ درصد پیشرفت داشته است.
۴. د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د برېښنايي دروازې (ټولگیت) جوړولو چاری تر دې مهاله ۱۵ سلنه ترسره شوي دي.
۵. در جریان یک هفته ٦ اطلاعیه درباره وضعیت هوا نشر شده و به هموطنان در مورد بارندگی سیلابها و بادهای شدید توصیه های احتیاطی ارائه شده است.
۶. د پلان جوړونې رئیس احمد رشاد انصار په مشرۍ يو تخنيکي ټيم د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ نساجي ترمينل له چارو لیدنه او د پروژې تخنيکي ارزونه تر سره کړه.
نیټه: 2026-04-09
د اونۍ خبرونه
د پینیکل سازمان په ملاتړ د انګلسي ژبې څلور میاشتنی ښوونېز پروګرام وړاندې شو.
د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه د بېلا بېلو ریاستونو کارکوونکو ته، د پینیکل سازمان په ملاتړ د انګلسي ژبې څلور میاشتنی پیل شوی ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد.
په دغه ښوونیز پروګرام کې د انګلیسي ژبې بنسټیزو او منځنیو مهارتونو په برخه کې ګډونوالو ته اړینې زدهکړې ورکړل شوې چې پدې سره به د هغوی مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې شي.
د پروژو له پلي کولو څخه دوامداره څارنه
د پلان جوړونې رئیس احمد رشاد انصار په مشرۍ تخنیکي ټیم د کندهار ولایت ولایت دامان ولسوالۍ نساجي مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو څخه د لیدنه او څارنې پرمهال د پروژې هر اړخیزه تخنیکي ارزونه وکړه او د پلي کوونکي شرکت استازو ته اړین هدایات ورکړل شول.
یاده پروژه چې د ۲۸۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي دا مهال یې کارونه ۶۰ سلنه پرمخ تللي دي.
لغمان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ جوړلو چارې ۱۴ سنله پرمخ تللې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا ، د نه میلیونه ۳۹۰ زره افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ جوړلو چارې په چټکۍ سره روانې دي
یاده اداري ودانۍ چې په دوه پوړونو کې په اساسي توګه جوړيږي کارونه یې ۱۴ سنله پرمخ تللي او په بشپړېدو سره به یې د اداري خدماتو وړاندې کولو به برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د ټولګېټ جوړولو چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي.
د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنايي دروازې یا ټولېګېټ جوړولو پروژه د نړیوالو معیارونو سره سمه د پلي کېدو په حال کې ده، یاده پروژه چې د عامه او خوصوصي مشارکت له لارې ترسره کېږي دا مهال یې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي.
کندوز ولایت کې د تیرپارکونه جوړولو چارې نږدې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د کندوز ولایت چهار درې ولسوالۍ او دښتې ابدان سیمه کې د تیر پارکونو جوړولو چارې نږدې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي، د چهار درې ولسوالۍ پروژه د څه باندې ۲۸ میلیونه او د دښتې ابدان پروژه د څه کم ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي
د ټاکل شوي پلان او کیفیت په نظر کې نیولو سره هڅه کېږي ترڅو د یادو پروژې چارې پر وخت بشپړې او موټرچلوونکو ته د اړوند خدماتو وړاندې کولو زمینه رامنځته شي.
د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ترمینلونو او تیرپارکونو جوړول.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د څه باندې دوه نیم میلیاده افغانیو په ارزښت د ۲۱ مسافروړونکو او باروړونکو ترمینلونو او د څه باندې ۳۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۱۷ ولایتونو کې د تېرپارکونو جوړولو چارې روانې دي
د یادولو وړ ده چې دغه لویې پروژې نه یوازې د ټرانسپورټي اسانتیاوو د پراختیا لامل ګرځي، بلکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د یادو ترمینلونو او تېرپارکونو په جوړولو کې سلګونه کارګران، انجنیران او تخنیکي پرسونل بوخت دي، چې دا چاره د بېکارۍ د کچې په راکمولو او د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لوبوي.
ویډیو ⬇️
https://www.youtube.com/watch?v=BViCPnWsl7w
نیټه: 2026-04-09