خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د ارغندۍ ترمینل له روانو چارو لیدنه وکړه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم او ورسره مل پلاوي نن پنجشنبه د وري (۲۰ مه) مرڪز کابل د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل، تیرپارڪ (باروړونکو موټرو ترمینل) او میدان وردګو ولایت ڪې د باروړونکو موټرو ترمینل او تیرپارڪ له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه او د پروژې پرمختګ یې له نږدې وڅېړه. نوموړي د کار د چټکتیا، کیفیت او معیاري تطبیق پر اړتیا ټینګار وکړ او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې پروژې پر ټاکلي وخت بشپړې او د هېوادوالو د خدمت لپاره چمتو شي.

نیټه: 2026-04-09


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!

خبرداری 
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د وري ۲۱ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې تېز باران ، تالنده برېښنا نسبتاً تیز و بادونو او سېلابونو پېښېدو اټکل:
په فاریاب سرپل بادغیس هرات فراه ،غور ،هلمند ،کندهار ،زابل ،اروزگان، دایکندی، بامیان، غزنی، میدان وردګ، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننگرهار، لغمان ،پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، سمنگان او تخار ولایتونو کی چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۴۰) ملي متره او پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي، سوېلي او لوېديځو ولايتونو کې د نسبتاً تیزو بادونو پیښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې (۵۰) څخه تر (۷۵ کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
نوټ:  په لوړو او يخو سيمو کې د واورې  ورېدو اټکل کېږي.


هشدار 
مدت اعتبار : ۲۱ حمل سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای نسبتاً شدید و سیلابهای آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایتهای فاریاب سرپل بادغیس هرات فراه ،غور هلمند کندهار ،زابل ،اروزگان، دایکندی، بامیان، غزنی، میدان وردگ، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننگرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، سمنگان و تخار که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الی (۴۰) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایت های مرکزی جنوبی و غربی احتمال وقوع بادهای نسبتاً شدید وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰ الی (۷۵ کیلومتر در ساعت پیش بینی میگردد.

نوت: احتمال وقوع برفباری در ارتفاعات مرتفع و مناطق سردسیر


WARNING 
Validity time: 10 April 2026

Possibility of Heavy Rain, Thunderstorm, Relatively Strong Winds and Flash Floods for the following provinces:
Faryab, Sari pul, Badghis, Herat, Farah, Ghor, Helmand, Kandahar, Zabul, Uruzgan, Daykundi, Bamyan, Ghazni, Maydan wardak, Logar, Paktya, khost, Paktika, Nangarhar, Laghman, Panjshir, Kapisa, Parwan, Baghlan, Samangan and Takhar Provinces the amount of rainfall is between (10 to 40) mm in different area.
In the Central, Southern and Western Provinces possibility of Relatively Strong Winds the amount of Wind speed will be between (50 to 75) Km/h in different area.
Note: Possibility of snowfall in high-altitude and cold regions
 

نیټه: 2026-04-09


د پروژو له پلي کولو څخه دوامداره څارنه

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د پلان جوړونې رئیس احمد رشاد انصار په مشرۍ تخنیکي ټیم د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ نساجي مسافروړونکي ترمینل جوړېدو له روانو چارو څخه د لیدنې او څارنې پرمهال د پروژې هر اړخیزه تخنیکي ارزونه وکړه او د پلي کوونکي شرکت استازو ته اړین هدایات ورکړل شول. 

نیټه: 2026-04-08


سمنګان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو پراختیا

د یاد ولایت په مسافروړونکي او باروړونکي ترمینل کې د مسافرو د هوساینې لپاره د انتظار ځای جوړولو روانې چارې روانې دي. 
 دغه پروژه چې څه باندې څلور میلیونه افغانۍ لګښت لري کارونه ۵۰ سلنه پرمخ تللي دي.
د دغه پروژې په بشپړېدو سره به مسافرو ته منظم، خوندي او ارام چاپېریال برابر شي.

ویډیو ⬇️

سمنګان ولایت کې د ټرانسپورټي تاسیساتو پراختیا

نیټه: 2026-04-08