خبرونه

ننگرهار کې د ښاري ټرانسپورټ ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

د ننګرهار واټ ترانسپورټ تنظیم رئیس ملا انعام الله انعام په مشرۍ د ښاري ګڼې‌ګوڼې مخنیوي، د ښاري نظم پیاوړتیا او د یوه منظم ټرانسپورټي چاپېریال برابرولو په موخه د یاد ولایت ټرافیکو مدیریت له مسؤلینو سره ناسته وشوه. په یاده ناسته کې د ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې د لاملونو ارزونې، د وسایطو د تګ راتګ ښه تنظیم، د غیر اصولي لېږدوونکو وسایطو د فعالیت او د ښاري نظم پیاوړتیا لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او مناسبو لارو چارو موندلو په اړه خبرې وشوې.

نیټه: 2026-10-27


بدخشان د ټرانسپورټي زېر بناوو پیاوړتیا

 

د بدخشان په څېر لرې او غرنیو سیمو کې د ټرانسپورټي زېربناوو پراختیا  د تګ راتګ د اسانتیاوو برابرولو، د ترانسپورټي فعالیتونو ښه والي او د ښاري نظم په رامنځته کولو کې مهم ارزښت لري.
د همدې موخې لپاره د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا بدخشان ولایت کې د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو لویه پروژه ترکار لاندې ده، چې کارونه یې شاوخوا ۷۵ سلنه پرمخ تللي دي.
د پروژې له کاري پرمختګ سره هم‌مهاله، د روانو چارو څخه منظمه څارنه ترسره کېږي، ترڅو پاتې چارې د ټاکل شوو معیارونو له مخې بشپړې او په ټاکلي وخت ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه پروژې په بشپړېدو سره به یاد ولایت کې د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو لپاره مناسب او معیاري چاپېریال برابر شي، د ټرانسپورټي فعالیتونو تنظیم به اسانه او دسیمې خلکو د تګ راتګ په برخه کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
 ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ټرانسپورټي خدمتونو پراختیا او معیاري کولو په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته زېربنايي پروژو چارې پر مخ وړي چې په بشپړېدو سره به یې د عامه خدمتونو ښه‌والي، د ټرانسپورټي فعالیتونو لا ښه تنظیم او د زېربناو پیاوړتیا په برخو کې مهم بدلون رامنځته شي.

ویډیو ⬇️

بدخشان ولایت کې د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټرانسپورټي تاسیساتو جوړولو پروژې کارونه شاوخوا...

نیټه: 2026-10-27


تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۹ زره موټرو تخنیکي ارزونه شوې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري د تېرې مېزان میاشتې په ترڅ کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ۹ زره او ۴۳۳ موټرو تخنیکي ارزونه ترسره کړې ده. د دغو ارزونو موخه د موټرو تخنیکي وضعیت ډاډمنول، د ټرافیکي پېښو د مخنیوي او د ټرانسپورټي خدمتونو د خوندیتوب او معیاري کولو په برخه کې د اغېزمنو ګامونو اخیستل دي، چې تر ډېره یې ګټورې پایلې لرلې دي.

نیټه: 2026-10-26


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر کندوز ولایت ته سفر وکړ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې کندوز ولایت ته ولاړ او د ټرانسپورټي چارو، روانو پرمختیايي پروژو او اړوندو ترمینلونو وضعیت یې وارزاوه. نوموړي د دغه ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له کارکوونکو او مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال، د ټرانسپورټي چارو د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې. همداراز د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د دشت‌ابدان سیمې، علي اباد او چهاردرې ولسوالیو د تیرپارکونو له روانو پروژو څخه لیدنه وکړه او د اړوندو شرکتونو استازو ته یې د پروژو د معیاري پلي ڪېدو په اړه لازم هدایات ورڪړل. وزیر صاحب د شیرخان بندر باروړونکي ترمینل او د کندوز ـ کابل مسافروړونکي ترمینل څخه هم لیدنه وکړه او د ټرانسپورټي چارو وضعیت یې له نږدې وڅارلو. یاد سفر د ټرانسپورټي چارو د ارزونې، د روانو پروژو د څارنې او د خدمتونو د ښه والي په موخه ترسره شو.

نیټه: 2026-10-26