خبرونه

د زرنج بندر ترانسپورټي خدمات ۲۴ ساعته شول

د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا، د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد چټکتیا، موټرچلوونکو او سوداګرو ته د لااسانتیاوو برابرولو په موخه یاد ولایت کې له ایران سره په ګډه پوله د ورېښمو پل، زرنج ټرانسپورټي بندر خدمات ۲۴ ساعته شول. چې له دې وروسته به مسافروړونکي او باروړونکي موټر د دغه بندر له لارې په ۲۴ ساعته ډول تګ راتګ کوي.

نیټه: 2026-10-26


بدخشان، نیمروز او ننگرهار ولایتونو کې د عوایدو بانکي سیستم د پلي کېدو په موخه ناستې وشوې

د بدخشان، نیمروز او ننګرهار ولایتونو واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاستونو کې، د ټرانسپورټي عوایدو بانکي کولو سیستم د پلي کېدو او اړوندو چارو د همغږۍ په موخه د یادو ولایتونو اړوند محلي ادارو له استازو سره ناستې وشوې. په دغه ناستو کې د یاد سیستم د پلي کېدو پر څرنګوالي، د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او موټرچلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش په اړه خبرې وشوې. ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې په یادو ولایتونو کې موټرچلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش لړۍ پیل شي.

نیټه: 2026-10-25


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت استازي د ایکاو نړیوال سازمان د امنیت اوونۍ غونډه کې گډون وکړ

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، په استازيتوب د هوايي چلند پلټنې آمر احمد شاڪر رسولي، د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د ۲۰۲۶ مېلادي ڪال د ایکاو نړیوال سازمان د امنیت اوونۍ په غونډه کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د هوايي چلند امنیت، نړیوالې همکارۍ، تجربو شریکولو او د نړیوالو امنیتي معیارونو د پلي کېدو په اړه بحثونه کېږي. د افغانستان ګډون د هوايي چلند د امنیتي څارنې د پیاوړتیا او د نړیوالو معیارونو د پلي کېدو په برخه کې د پوره ژمنتیا څرګندونه کوي.

نیټه: 2026-10-24


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!

خبرداری
د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ کال د لړم ۲ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې نسبتاً تیز باران ، تالنده برېښنا او سېلابونو پېښېدو اټکل:
به نورستان، کونړ، ننگرهار او خوست ولايتونو کي چي د باران کچه په بېلابېلو سيمو کي له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي متره پوری اټکل کیږي.


هشدار
مدت اعتبار : ۲ عقرب سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع باران نسبتاً شدید رعد و برق و سیلابهای آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های نورستان، کنر، ننگرهار و خوست که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰ الی ۲۰ ) ملی متر پیش بینی میگردد.


WARNING 
Validity time: 24 October 2026

Possibility of Relatively Heavy Rain, Thunderstorms and Flash Flood for the following provinces:
Nuristan, Kunar, Nangarhar and Khost Provinces the amount of rainfall is between (10 up to 20) mm in different area.

نیټه: 2026-10-24