خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر د حیرتان بندر څخه لیدنه وکړه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا محمد فاضل مظلوم، د بلخ ولایت حیرتان بندر څخه لیدنه وکړه او هلته یې د باروړونکو موټرو د تګ راتګ بهیر، د ټرانسپورټي فعالیتونو، د موټرچلوونکو او سوداګرو لپاره د شته اسانتیاوو وضعیت له نږدې وڅارلو. د دې لیدنې پر مهال د باروړونکو موټرو د تګ راتګ تنظیم، د ټرانسپورټي چارو د لا ښه مدیریت او د شته اسانتیاوو د پیاوړتیا په اړه اړوندو مسئولینو ته لازم هدایات ورکړل شول. د وزیر صاحب دغه لیدنه د ټرانسپورټي خدمتونو د ښه‌والي، د بار لېږد رالېږد بهیر د اسانتیا او د حیرتان بندر د فعالیتونو د لا اغېزمنتیا په موخه ترسره شوه.

نیټه: 2026-10-24


هلمند او پکتیکا ولایتونو کې موټر چلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش لړۍ پیل شوه

د هلمند او پکتیکا ولایتونو واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاستونو لخوا د ټرانسپورټي حق الخدمت راټولولو لا شفافیت، چټکتیا، منظم مدیریت او د عوایدو بانکي کولو سیستم د پلي کولو په موخه موټرچلوونکو ته د بانکي کارتونو د وېش لړۍ پیل شوه. د یادولو وړ ده چې د بانکي کارتونو د وېش لړۍ په بشپړېدو سره به، په یادو ولایتونو کې د حق الخدمت راټولول په بشپړ ډول الکترونیکي شي چې ورسره به ټرانسپورټي چارو کې لاشفافیت، اسانتیا او چټکتیا رامنځ ته شي.

نیټه: 2026-10-24


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!

خبرداری
د اعتبار موده: د ۱۴۰۵ کال د لړم ۱ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې تیز باران ، تالنده برېښنا نسبتاً تیز و بادونو خاورو، دوړو او سېلابونو پېښېدو ایکل
په نورستان، کونړ او ننگرهار ولايتونو کي چي د باران کچه په بېلابېلو سيمو كي له (۱۰) څخه تر (۲۵) ملي متره پوری اټکل کېږي.
همدارنګه په لوبديخو ولايتونو کي د نسبتاً تیز و بادونو خاورو او دورو پېښېدو اټکل شته چی د سرعت کچه یی په بېلا بېلو سيمو کي له (۵۰) څخه تر (۷۰) کیلو متره به ساعت کي اټکل کيږي.


هشدار
مدت اعتبار : ۱ عقرب سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع باران شدید رعد و برق بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک و سیلاب های آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های نورستان، کنر و ننگرهار که مقدار باران در نقاط مختلف بين (۱۰) الى (۲۵) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایت های غربی احتمال وقوع بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الى (۷۰) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.


WARNING
Validity time: 23 October 2026

Possibility of Heavy Rain, Thunderstorms, Relatively Strong Winds with Blowing Dust and Flash Flood for the following provinces:
Nuristan, Kunar and Nangarhar Provinces the amount of rainfall is between (10 up to 25) mm in different area.
In the Western Provinces possibility of Strong Winds With Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 up to 70) Km/h in different eara.

نیټه: 2026-10-23


د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!

خبرداری 
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲۸ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې نسبتاً تیز باران ، تالنده برېښنا نسبتاً تیز و بادونو خاورو دوړو او سېلابونو پېښېدو اټکل:
په نورستان،  کونړ، پروان، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا او خوست ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۱۵) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په شمالي، لوېديځو ، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې دنسبتاً تیز و بادونو خاورو او دوړو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې له (۵۰) څخه تر (۷۰ کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.


هشدار
مدت اعتبار : ۲۸ میزان سال ۱۴۰۵ خورشیدی

احتمال وقوع باران نسبتاً شدید رعد و برق بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک و سیلاب های آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های نورستان، کنر، پروان، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا و خوست که مقدار باران در نقاط مختلف بین ۱۰ الی ۱۵ ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایت های شمالی غربی شرقی و مرکزی احتمال وقوع بادهای نسبتاً شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الى (۷۰) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.


WARNING 
Validity time: 20 October 2026

Possibility of Relatively Heavy Rain, Thunderstorms, Relatively Strong Winds with Blowing Dust and Flash Flood for the following provinces:
Nuristan, Kunar, Parwan, Laghman, Nangarhar, Logar, Paktya and Khost Provinces the amount of rainfall is between (10 up to 15) mm in different area.
In the Northern, Western, Eastern and Central Provinces possibility of Relatively Strong Wind With Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 up to 70) Km/h in different eara.

نیټه: 2026-10-19