خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل!
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د وږي ۴ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پیښیدو اټکل
په لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د تېزو بادونو خاورو او دوړو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سيمو کې (۵۰) څخه تر (۸۵) کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۴ سنبله سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های غربی و مرکزی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۸۵) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING!
Validity time: 26 August 2026
Possibility of Strong Winds with Blowing Dust for the following provinces:
In the Western and Central Province's possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 to 85) Km/h in different area.
نیټه: 2026-08-25
نیمروز ولایت کې کار کوونکو ته ښوونیز سمینار وړاندې شو
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کې، د مسلکي ظرفیت لوړولو او ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په موخه د یاد ریاست کارکوونکو ته د منظور شویو طرزالعملونو پلي کولو په اړه ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیز پروګرام کې د طرزالعملونو او کرایې لایحې پلي کولو، د ټرانسپورټي چارو شفافیت او معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو ګډونوالو ته لارښوونې او بشپړ معلومات ورکړل شول.
نیټه: 2026-08-25
۵ کلن مزل او مهمې لاسته راوړنې
د ځمکني ټرانسپورټ د پرمختګ، بدلون، نظم او خدماتو پنځه کلن مزل او مهمې لاسته راوړنې.
راپور:👇
د ځمکني ټرانسپورټ د پرمختګ، بدلون، نظم او خدماتو پنځه کلن مزل او مهمې لاسته راوړنې
نیټه: 2026-08-24
ننگرهار ولایت کې له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه
د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ارزونې او ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په موخه، د جلال اباد- کابل مسافروړونکې هډه کې له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه. په دغه څارنه کې د ټرانسپورټي نظم لاښه تنظیم، د مسافرو خوندي لېږد رالېږد او په ټوله کې هېوادوالو ته د غوره ټرانسپورټي خدمتونو او سهولتونو برابرولو په برخه کې اړوند کارکوونکو او موټرچلوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
نیټه: 2026-08-24