خبرونه
د اونۍ وېډیويي راپور:
د اونۍ وېډیويي راپور:
د پروژو پلي کېدو پر کیفیت ټینګار .
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو مدیریت رئیس انجنیر بختیار اختیاري د تخنیکي ټیم په ملتیا د کندهار ولایت باغ پل مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو لیدنه او څارنه وکړه. نوموړي د پروژې د روانو چارو پر چټکتیا او په ځانګړي ډول د کار لوړ کیفیت پر رعایت باندې ټینګار وکړ.
د ښوونېز پروګرام پیل
د کارکوونکو چارو ریاست لخوا د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه د بېلا بېلو ریاستونو کارکوونکو ته د کمپیوټري پروګرامونو دوې میاشتنی ښوونیز پروګرام پیل شو.
همدا ډول په ورته وخت کې د وزارت مرکزي ریاستونو اړوند ۱۴۴نویو ګمارل شوو کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت تر عنوان لاندې اته ورځنی ښوونیز سمینار د ازموینې او ارزونې له پروسې وروسته پای ته ورسېد.
زرنج هوايي ډګر کې د الوتنو خوندیتوب لپاره نوی ګام
د الوتنو خوندیتوب او خدماتو معیاري کېدو په موخه د نیمروز ولایت زرنج هوايي ډګر مخابراتي سیستم پیاوړتیا په موخه نوې مخابراتي دستګاوې فعاله شوې چې د الوتنو پر مهال به د پیلوټانو او کنټرول ټاور ترمنځ مستقیمه اړیکه برابروي.
یادې دستګاوې د هوایي ټرانسپورټي سیسټم د پیاوړتیا او یاد هوايي ډګر د هوايي چلند خوندیتوب او معیاري کېدو په برخه کې یو مهم ګام دی.
په تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۱۱زره موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لهخوا د روان کال په تېره یوه میاشت(مرغومي) کې، د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې د ۱۱زره، ۲۵۰ مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده. د دغه ارزونې په ترڅ کې دلېږدونکو وسایطو تخنیکي وضعیت بېلا بېل اړخونه په منظم ډول ارزول کېږي ترڅو د مسافرو، سوداګریزو مالونو او لېږدوونکو وسایطو د خوندیتوب بشپړ تامین رامنځته شي.
ټرانسپورټي خدماتو ته د هېوادوالو لاسرسی.
د پکتیکا ولایت ځمکني ټرانسپورټ ریاست لخوا د یاد ولایت اورګون ولسوالۍ کې د ټرانسپورټي خدماتو او سهولتونو برابرولو په موخه د اورګون- ښرنې او غزني مسیر موټرو د ټرانسپورټي هډې فعالیت پیل شو.
د نوې ټرانسپورټي هډې فعالیت به د یاد ولایت د ټرانسپورټي خدماتو لاتنظیم، اسانتیا او پراختیا سبب شي او د سیمې اوسېدونکو لپاره به د خوندي او اسانه تګ راتګ اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي.
د اروزګان ولایت مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د مسافروړونکي ترمینل جوړولو چارې روانې دي. یاد ترمینل چې د ټولو اړتیاوو او سهولتونو په نظر کې نیولو سره، په عصري توګه جوړېږي دا مهال یې کارونه نېږدې ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند مجلې پرلپسې نهمه ګڼه له چاپه راووته.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند مجلې پرلپسې نهمه ګڼه له چاپه راووته، په دغه نوې ګڼه کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخو کې مهمې علمي او معلوماتي مقالې خپرې شوې دي، چې ورسره د وزارت د تېرو درېيو مياشتو مهمې کړنې، پرمختګونه او لاسته راوړنې هم په تفصيل سره پکې بيان شوي دي.
⬇️
نیټه: 2026-01-29
په مسافروړونکو هډو او ترمینلونو کې د مسلکي کارکوونکو فعالیت!
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا په ټولو مسافروړونکو هډو او ترمينلونو کې د موټرو تنظیم او هېوادوالو ته د سهولتونو برابرولو په برخه کې د مسلکي کارکوونکو لخوا په هر وخت او هر ډول حالاتو کې خدمات وړاندې كېږي.
نیټه: 2026-01-28
کابل کې لس پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري دا مهال په کابل کې د څه باندې دوه میلیارده افغانیو په ارزښت لس پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې تر دې دمه یې چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په منظم ډول پر مخ تللې دي. یادې پروژې د ځمکني ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخو کې د هېوادوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پلي کېږي، چې له بشپړېدو سره به یې د ټرانسپورټي خدمتونو د کیفیت ښهوالي او د عامه سهولتونو د پراختیا په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.
نیټه: 2026-01-28
زرنج هوايي ډگر کې د الوتنو خوندیتوب لپاره نوی گام
د الوتنو خوندیتوب او خدماتو معیاري کېدو په موخه د نیمروز ولایت زرنج هوايي ډګر مخابراتي سیستم پیاوړتیا په موخه نوې مخابراتي دستګاوې فعاله شوې چې د الوتنو پر مهال به د پیلوټانو او د کنټرول برج ترمنځ مستقیمه اړیکه برابروي. یادې دستګاوې د هوایي ټرانسپورټي سیسټم د پیاوړتیا او یاد هوايي ډګر د هوايي چلند خوندیتوب او معیاري کېدو په برخه کې یو مهم ګام دی.
نیټه: 2026-01-28