خبرونه
د تورخم عمري کمپ کې د کډوالو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدل شوې
د ننګرهار واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا انعامالله د تورخم عمري مېشت غالي کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو، اړتیاوو او ټرانسپورټي خدماتو ارزونه وکړه. په دغه ارزونه کې خپلو سیمو ته د کډوالو خوندي لېږد او دټرانسپورټي خدماتو لا ښه والي په اړه اړوند مسئولینو ته سپارښتنې او ټینګار وشو.
نیټه: 2026-05-20
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.
خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۵ کال د غويي ۳۱ نېټې پورې
په لاندې ولايتونو کې تېز باران تالنده برېښنا تیز و بادونو خاورو دوړو او سېلابونو پېښېدو اټکل
په بدخشان، تخار، کندوز ،بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل ،پنجشیر، پروان، کاپیسا، لغمان ،نورستان، کونړ، ننگرهار، کابل، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان وردگ او بامیان ولایتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۵) ملي متره پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي او سوېل ختيځو ولايتونو کې د تېز و بادونو خاورو او دورو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه يې په بېلا بېلو سیمو کې (۵۰) څخه تر (۹۵ کیلو متره په ساعت کې اټکل کېږي.
هشدار
مدت اعتبار : ۳۱ ثور سال ۱۴۰۵ خورشیدی
احتمال وقوع باران شدید ، رعد و برق ، بادهای شدید همراه با گرد و خاک و سیلاب های آنی در ولایات ذیل پیش بینی میگردد
در ولایت های بدخشان، تخار، کندوز ،بغلان ،سمنگان ،بلخ ،سرپل ،پنجشیر، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کنر، ننگرهار، کابل، لوگر ،پکتیا ،خوست، پکتیکا، میدان وردگ و بامیان که مقدار باران در نقاط مختلف بین (۱۰) الی (۳۵) ملی متر پیش بینی میگردد.
همچنان در ولایت های مرکزی و جنوب شرقی احتمال وقوع بادهای شدید همراه با گرد و خاک وجود دارد که سرعت آن در نقاط مختلف بین (۵۰) الی (۹۵) کیلو متر در ساعت پیش بینی میگردد.
WARNING!
Validity time: 21 May 2026
Possibility of Heavy Rain, Thunderstorm, Strong Winds with Blowing Dust and Flash floods for the following provinces:
Badakhshan, Takhar, Kunduz, Baghlan, Samangan, Balkh, Sari Pul, Panjshir, Parwan, Kapisa, Laghman, Nuristan, Kunar, Nangarhar, Kabul, Logar, Paktya, Khost, Paktika, Maydan Wardak and Bamyan Provinces the amount of rainfall is between (10 up to 35) mm in different area.
In the Central and Southeastern Provinces possibility of Strong Winds with Blowing Dust the amount of Wind speed will be between (50 up to 95) Km/h in different area.
نیټه: 2026-05-20
ننگرهار کې له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه
د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د ټرانسپورټي خدمتونو کیفیت ارزونې او ټرانسپورټي چارو لا ښه تنظیم په موخه، د تورخم باروړونکي ترمینل، د مارکو بازار مسافروړونکي او باروړونکي ترمینل او د یاد مسیر کنټرولي بندرونو له ټرانسپورټي چارو څخه څارنه وشوه. په دغه څارنه کې د رونډ نوبت ښه پلي کېدو، د مسافرو او توکو خوندي لېږد رالېږد او په ټوله کې هېوادوالو ته د غوره ټرانسپورټي خدمتونو او سهولتونو برابرولو په برخه کې اړوند کار کوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
نیټه: 2026-05-19
د مسافر وړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه
د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس ملا محمد اقبال کلیم الله په مشرۍ د مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره، د مسافرو خوندي لېږد رالېږد په اړه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي چارو لا ښه والي، د ټرانسپورټي اصولو پلي کولو او معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو ګډونوالو ته لارښوونې او ټینګار وشو.
نیټه: 2026-05-19